تازه خبرونه

افغانانو په لندن او اوسلو کې د پاکستان د یرغل پر ضد لاریون وکړ

د لاریون ګډونوال د لندن په ځینو لویو سړکونو کې راټول شول او د افغانستان پر خاوره یې د پاکستان د هوايي او ځمکنیو بریدونو د غندلو لپاره شعارونه پورته کړل.

Published

on

یو شمېر افغانانو په لندن کې د افغانستان پر ضد د پاکستان د بریدونو او پوځي هڅو د غندلو لپاره یو پراخ لاریون ترسره کړی دی.

د لاریون ګډونوال د لندن په ځینو لویو سړکونو کې راټول شول او د افغانستان پر خاوره یې د پاکستان د هوايي او ځمکنیو بریدونو د غندلو لپاره شعارونه پورته کړل.

لاریون‌کوونکو ټینګار کړی؛ د بریدونو دوام تاوتریخوالی زیات کړی او ملکي وګړو ته یې زیان رسولی دی.

دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې دې وضعیت ته غبرګون وښيي.

ګډونوالو همدارنګه له نړیوالو ادارو وغوښتل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي کرښې په اړوند سیمو کې امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي او د تاوتریخوالي پر پای ته رسولو یې ټینګار وکړ.

دغه راز په ناروې کې هم میشت یو شمېر افغانان د اوسلو د پارلمان ودانۍ مخې ته راټول شول او د پاکستاني پوځي رژیم د یرغل غندنه یې وکړه.

په دې لاریون کې لاریون کوونکو د ناروې پارلمان، ملګرو ملتونو او نړیوالې جنایي محکمې ته یو پرېکړه لیک واستاوه او د روان تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د ملکي وګړو د حقونو د درناوي غوښتنه وشوه.

د یکشنبې پر ورځ د پاکستاني پوځ ملېشو د کونړ ولایت د ملکي افغانانو پر استوګنزیو د توپچي بریدونو وکړل، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړي “شهیدان” او ټپیان شول.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې پاکستاني پوځي رژیم د یکشنبې پر ماښام شاوخوا پېنځه بجې د کونړ ولایت په مرکز اسد‌آباد ښار کې کلیوالي سیمې او د استوګنې کورونه پر نښه کړل، چې پر هاوانونو او درندو وسلو یې د سیمې خلکو ته مرګ او ژوبله واړوله.

ویل کیږي، چې په دې بریدونو کې د سیمې اوسېدونکو ته مرګ او ژوبله هم اوښتې؛ د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان ټپیان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي او یو بل کس “شهید” شوی دی.

Trending

Exit mobile version