تازه خبرونه

افغانان باید د خپل راتلونکي پوره مسوولیت پر غاړه واخلي

Published

on

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې پر ورځ د ناټو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره باید افغانان د خپل راتلونکي بشپړ مسوولیت پر غاړه واخلي.

هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خورا ستونزمن او ننګوونکی دی.

د پنټاګون چارواکي څرګندوي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو ۲۵ سلنه بشپړه شوې او دا بهیر روان ساتل شوی دی.

د روان کال په اپریل کې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ، چې د دې هېواد سرتېري به د روان کال د سپټمبر پر ۱۱ نېټه له افغانستان څخه ووځي.

سټولټنبرګ یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د ناټو د وتلو پرېکړه به خطر ولري؛ خو پاتې کیدل به مونږ د نورو ډېرو جګړو، ډېرو تلفاتو او حتا د نورو سرتېرو د ډېرولو له ډېرو خطرونو سره مخ کړي وای.

هغه وایي: له همدې کبله مونږ پرېکړه وکړه، چې په څو اوونیو کې خپل ماموریت (په افغانستان کې) بشپړ کړو. زما په اند مونږ باید پوه شو، چې موخه مو په افغانستان کې د تل لپاره پاتې کېدل نه ول.

هغه ټینګار وکړ، چې د بهرنیو ځواکونو شمېر تر دې دمه له ۱۰۰ زره څخه ۱۰ زره ته راټیټ شوی دی.

هغه وایي: که څه هم پوځي ماموریت  پای ته رسیوو؛ خو مونږ به پر نورو لارو د افغانستان لپاره خپل ملاتړ زیات کړو. مونږ په افغانستان کې خپل ملکي شتون ساتو، چې د افغانستان امنیتي خدماتو لپاره مشورې او د وړتیاوو لوړولو هڅې ترسره کړو.

هغه ټینګار وکړ، چې ناټو به افغان ځواکونه تمویل کړي او د پام وړ پیسې ځانګړې کړو.

هغه زیاته کړې: مونږ نیت لرو، چې افغان امنیتي ځواکونو ته د بهرنيو زدکړو او روزنې زمینه برابره کړو او همدا اوس د مهمې بیخبنا د ساتلو پر څرنګوالي کار کوو.

هغه دا هم ویلي، چې: مونږ شل کاله هلته (افغانستان) یو او ملاتړ به یې روان ساتو؛ خو دا کار نور پر پوځي حضور ناشونی دی.

Trending

Exit mobile version