تازه خبرونه
افغانان د صحابه کرامو له غیرته برخمن دي – بریتانیایي عالمان
د بریتانیایي عالمانو یوې ډلې، چې په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی و؛ ویلي، چې په دې هېواد کې رسنیو رښتیني واقعیتونه بشپړ تحریف کړي دي.
بریتانیايي عالمانو د لندن د کوئین مریم پوهنتون په یوه غونډه کې د افغانستان د اسلامي ټولنې د جوړېدو له بهیره، امنیت ښه کېدو او اقتصادي وضعیته ستاینه کړې ده.
شیخ هیثم الحداد، چې یو له دغو عالمانو څخه دی ویلي؛ د اسلامي امارت د چارواکو د مسلکيتوب کچه، چې هغه ورسره ولیدل په رښتیا حیرانوونکې ده.
هغه زیاته کړې: دوی (اسلامي امارت) په رښتیا هم غواړي د خپل هېواد او امت لپاره یو څه وکړي او خدای دې له دوی سره مرسته وکړي.
مفتي اسمعیل سطیه ویلي: مونږ افغانستان ته پر ډېر خلاص ذهن لاړو؛ زمونږ له هیچا سره ټکر رانغی. ما د افغانستان خلک ډېر مهربان، سخاوتمند، د ورین تندي لرونکي او انعطاف منونکي ولیدل؛ خو هغه څه، چې پر ما ډېر اغېز وکړ هغه دا دي، چې د صحابه کرامو کيسې مو، چې لوستې وې؛ ورسره مخ شوو. دوی ماته د هغو کسانو یادونه راژوندي کړل، چې د اسلام لپاره یې سرښندنې کړې وې او هر څه کولو ته چمتو ول. مونږ فکر نه کاوه، چې نن به داسې خلک وي؛ خو هلته له خلکو او عالمانو سره خبرو راته څرګنده کړه، چې دا خلک د همغو صحابه کرامو په شان غیرت لري.
شیخ حمید محمود ویلي: افغانستان ته له تللو مخکې مې په رسنیو کې هیڅ مثبته خبره نه وه لیدلې؛ خو د افغان حکومت له غړیو سره له خبرو وروسته پوه شوم، چې دوی نه یوازې له فزیکي تسلط او استعماره د خلاصون هڅه کیږي، بلکې د مالي، اقتصادي او فکري غلامۍ څخه د وتلو په هڅه کې هم دي.
شیخ عمار المدني ویلي: د افغانستان هغه انځور، چې مونږ یې لرو؛ له شته واقعیتونو سره بشپړ توپیر لري. هغه خوښي او اطمینان، چې خلک یې احساسوي؛ له هغه څه څخه، چې د رسنیو د چینلونو له لارې انځوریږي بشپړ توپیر لري. زما غوښتنه دا ده؛ هر هغه معلومات، چې تاسې غواړئ هغه باید د مناسبو چینلونو له لارې وي.
دې بریتانيایي پلاوي په جولای میاشت کې افغانستان ته سفر کړی و او د اسلامي امارت له لوړ پوړیو چارواکو سره یې وکتل.
شیخ هیثم الحداد د نجونو د تعلیم مسلې ته په نغوته کې ویلي، چې لویدیځ له دې مسلې څخه د افغانستان د بد ښودلو او ځلولو لپاره ګټه پورته کوي.
نوموړي زیاته کړې: په هره ټولنه کې، چې له جګړې راوتلې وي د اړتياوو خپل يو لړ لري؛ خو امنيت او اقتصاد يې په لومړيتوبونو کې دي.
هغه وایي: که مونږ په رښتيا هم د افغانستان په اړه اندېښمن يوو، نو لومړۍ پوښتنه بايد دا وي، چې امنيتي وضعيت څنګه و؟ ۲۰۲۲ ږ. کال په تېرو څلوېښت کلونو کې لومړی کال و، چې د افغانستان په ټوله سیمه کې جګړه نه وه، چې دا د ستاینې وړ ده. که خلک د ښځو په اړه اندېښمن وي؛ لومړی باید وپوښتي، چې آیا ښځې ځورول کیږي؟
دغه راز شیخ حمد محمود وویل، چې د نجونو زدهکړې او تعلیم في نفسه منع شوی نهدی، بلکې لیبرال او سیکولر تعلیم ځنډول شوی دی.
هغه یادونه وکړه، چې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ورته ویلي، چې اسلامي امارت د نجونو زدهکړه حرامه نهګڼي او ټولې نجونې دمګړۍ لومړنۍ زده کړې کوي. دغه راز هغه وويل: که نجونې غواړي داکترې او ښوونکې شي او يا په دارالعلوم کې زدهکړې وکړي؛ کولى شي د پوهنتون تر کچې خپلې زدهکړې روانې وساتي.
د شیخ حمد د څرګندونو له مخې؛ ښاغلي متقي ویلي، چې پخوا شاګردانو او زدهکړیالانو ته غربي سیکولر افکار پیچکاري کېدل، د شریعت خلاف خبرې کېدې او رذایلو وده کوله؛ نو عالمانو دا موضوع په مستقیمه توګه د اسلامي امارت مشر ته وړاندې کړه. ښاغلي متقي دا هم ویلي، چې مونږ شل کاله د جګړې په ډګر کې سره متحد وو او اوس، چې د هېواد د بیارغونې وخت رارسېدلی؛ اختلاف نهشوو زغملی او له همدې کبله لیبرال او سیکولر زدهکړې لنډمهاله وځنډېدې.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ2 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه4 days agoچین او افغانستان د پانګهوالو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې
-
سوداگري5 days agoد پاکستان د مالټې صادرات له بېساري کمښت سره مخ شول
-
تازه خبرونه5 days agoله نادولتي ښکېلو خواوو سره سیاسي تعامل اړین دی
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سوداگري3 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه5 days agoسیمهییزه همکاري د افغانستان او پاکستان تر منځ له خبرو پرته ناشونې ده
