تازه خبرونه
افغانان هیڅ راز بهرنی پوځي شتون زغملی نشي
امیرخان متقي زیاته کړې؛ د افغانستان د خلکو، اسلامي امارت او سیمې لپاره بهرنی پوځي حضور د منلو وړ ندی.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د مسکو فارمټ د اوومې غونډې پر مهال ویلي: “افغانستان یو آزاد او خپلواک هېواد دی او هیڅ راز بهرني پوځي شتون ورته د منلو ندی او له دې وروسته به مو هم په هېواد کې همدا پرېکړه او پالیسي همداسې دوام وکړي. مونږ د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره اقتصادي، سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې غواړو.”
امیرخان متقي زیاته کړې؛ د افغانستان د خلکو، اسلامي امارت او سیمې لپاره بهرنی پوځي حضور د منلو وړ ندی.
متقي د روسیې له “زړور” اقدام ستاینه وکړه او څرګندوي، چې اسلامي امارت یې پر رسمیت پېژندلی او افغانستان هم د مسکو فارمټ د رسمي غړي په توګه ومنل شو.
هغه هیله څرګنده کړې، چې ټول هېوادونه به اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.
دغه راز نوموړي په دې ناسته کې د افغانستان په اړه د ټولو هېوادونو نظرونه “ډېر مثبت” وبلل او وایي، چې ټول له افغانستان سره د همکارۍ په اړه همغږي دي.
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې؛ په تېرو څلور کلونو کې اسلامي امارت ثابته کړې، چې افغانستان متحد دی او یو “بریالی” حکومت لري او په دې څلورو کلونو کې هیڅ داسې بده پېښه رامنځته شوې نده، چې سیمې او له سیمې څخه بهر هېوادونو ته کوم خطر رامنځته کړي.
متقي دا ټینګار هم کړی، چې اوسمهال په افغانستان کې مخدره توکي نه کرل کیږي او د داعش په ګډون هیڅ نامسووله ډله شتون نلري.
هغه ویلي: “مونږ غواړو د سیمې د هېوادونو پر همکارۍ په نورو هېوادونو کې د مخدره توکو کښت ودروو. لکه څنګه، چې په افغانستان کې ودرول شو او د داعش او نورو ګواښونو پر وړاندې په ګډه همکاري وکړو.”
