تازه خبرونه
افغانان په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي؛ له پیله تر دې دمه د استازولۍ پر څوکۍ روان اختلاف
افغانستان په ۱۹۴۶ز.کال کې د ملګرو ملتونو د غړي هېواد په توګه ومنل شو. هغه مهال په امریکا کې د افغانستان استازي عبدالحسین عزیز په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د غړیتوب سند لاسلیک کړ. همدارنګه محمدکبیر لودین د ملګرو ملتونو په ټولنه کې د افغانستان لومړني استازی ومنل شو، چې د غړیتوب په لومړیو کلونو کې یې دې ټولنې ته خپل اعتبارلیک وړاندې کړ.
افغانان نن( پنجشنبه د لړم اتهویشتمه / د نومبر نولسمه) په ملګرو ملتونو کې د خپل رسمي غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي. افغانستان په ۱۹۴۶ز. کال کې د ملګرو ملتونو غړی شوی دی.
افغانستان په ۱۹۴۶ز.کال کې د ملګرو ملتونو د غړي هېواد په توګه ومنل شو. هغه مهال په امریکا کې د افغانستان استازي عبدالحسین عزیز په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د غړیتوب سند لاسلیک کړ. همدارنګه محمدکبیر لودین د ملګرو ملتونو په ټولنه کې د افغانستان لومړني استازی ومنل شو، چې د غړیتوب په لومړیو کلونو کې یې دې ټولنې ته خپل اعتبارلیک وړاندې کړ.
په تېرو اتیا کلونو کې افغانستان له پراخو سیاسي بدلونونو سره-سره خپل غړیتوب ساتلی؛ خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د څوکۍ پر سر اوس هم اختلاف روان پاتې دی.
په دې اته لسیزو کې افغانستان له پراخو سیاسي بدلونونو سره ـ سره په ملګرو ملتونو کې له شاهي نظام له پای ته رسېدا او د شوروي اتحاد له یرغل څخه نیولې تر کورنیو جګړو، د اسلامي امارت د دوه پېره واکمنۍ او د ۲۰۲۱ز.کال د اګست پر مهال د جمهوري نظام تر سقوط پورې خپل غړیتوب ساتلی دی.
په دې موده کې افغان ډیپلوماټانو د سولې، امنیت، پراختیا او بشري حقونو په اړه په نړیوالو ناستو او خبرو کې ونډه اخیستې ده. په دې لړ کې عبدالرحمن پژواک له ۱۹۵۸ز.کال څخه تر ۱۹۷۹ز.کال پورې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی و او په ۱۹۶۶ز. کال کې د دې ټولنې د عمومي غونډې د یوویشتمې غونډې د مشر په توګه وټاکل شو. همدارنګه عادله راز په ۲۰۱۹ز.کال کې د افغانستان لومړنۍ ښځینه دایمي استازې شوه. ثریا دلیل هم له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۹ز. کال پورې په ژنیو کې د افغانستان دایمي استازې وه.
د ۲۰۲۱ز.کال د اګست له سیاسي بدلونونو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ موضوع نوي پړاو ته دننه شوه؛ غلاممحمد اسحاقزي، چې هغه مهال د افغانستان دایمي استازی و د جمهوري نظام له سقوط وروسته په لومړیو میاشتو کې پر خپله دنده پاتې و او وروسته نصیراحمد فایق د ۲۰۲۱ز.کال په ډسمبر کې د افغانستان د استازولۍ چارسمبالي شو. په ژنیو کې هم نصیراحمد اندیشه د افغانستان پر استازیتوب خپلې هڅې روانې ساتلې دي.
اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ خپل استازي ته د سپارلو غوښتنه وکړه؛ خو د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د اعتبارلیکونو کمیټې تر اوسه د سیالو اعتبارلیکونو په اړه وروستۍ پرېکړه نهده کړې او د تېر حکومت لهخوا معرفي شوي استازي اوس هم د افغانستان د استازولۍ په څوکۍ کې پاتې دي.
دغه راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رایې حق له ۲۰۲۴ز.کال راپدېخوا د کلني غړیتوب د فیس د نهورکړې له کبله ځنډول شوی دی. د افغانستان اوسنۍ استازولۍ د اسلامي امارت مالي سرچینو ته لاسرسی نهلري او د دغه هېواد د غړیتوب د پاتې پورونو ورکړه هم نهده حل شوې.
ملګري ملتونه او د هغوی اړوند بنسټونه هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.
دغه بنسټونه د بشري مرستو، روغتیا، زدهکړو، پراختیا، بشري حقونو او د نړیوالو مرستو د همغږۍ په برخو کې کار کوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) ماموریت په ۲۰۰۲ز.کال کې رامنځته شو او اوس هم د سیاسي تعامل، د بشري حقونو د وضعیت د څارنې او له نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخو کې فعالیت کوي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب له ۸۰ کلونو تېرېدا سره – سره اوس هم افغانستان د دې ټولنې غړی دی؛ خو د اوسني حکومت د استازولۍ او په عمومي غونډه کې د افغانستان د رایې حق موضوعات له هغو ناحل شویو ننګونو څخه دي، چې د افغانستان او دې نړیوال بنسټ ترمنځ په اړیکو کې پاتې دي.
#آریانانیوز #افغانستان #ملګريملتونه #غړیتوب #یوناما #اسلاميامارت #استازولي #بشريحقونه