سوداگري

افغانستان، ازبکستان، چین او قرغزستان د ګډ اقتصادي دهلیز جوړولو هوکړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۰, ۱۴۰۱)

د افغانستان، ازبکستان، چین او قرغزستان استازیو د جمعې پر ورځ د وږي ۱۸ په تاشکند کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د پټلۍ ګاډي د نوي اقتصادي دهلیز د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

چارواکو ویلي؛ د دغه دهلیز له لارې به سوداګریز توکي له چین څخه قرغزستان، له قرغزستان څخه ازبکستان ته او د ازبکستان د پټلۍ له لارې د افغانستان بلخ ته رارسېږي.

مسوولین وايي، چې د افغانستان تولیدات او ترانزیت به له یاد اقتصادي دهلیز څخه تر چین پورې په لنډو ورځو کې رسېږي.

د دغې درې میاشتنۍ تجربوي هوکړې له مخې به له چین څخه بار وړونکی ریل اړوند مالونه قرغزستان او بیا د ازبکستان له لارې افغانستان ته رارسوي.

د افغانستان د اوسپنیزې پټلۍ ادارې د یکشنبې پر ورځ تائید کړه، چې ریل یا پټلۍ ګاډی به په بلخ ولایت کې دریږي.

د افغانستان صادراتي توکي به هم له همدې لارې چین ته ځي.

د افغانستان د اوسپنیزې پټلۍ ادارې ویلي، چې دغه دهلیز به د لېږد رالېږد څو وجهي سیستم هم ولري؛ خو ډېر تمرکز به یې د ریل او پټلۍ ګاډي له لارې د توکو پر لیږد وي.

په تیرو وختونو کې، مالونه اکثرا په لاریو کې د ځمکې له لارې چین ته لیږدول شوي، چې نږدې دوه میاشتې وخت یې نیولی؛ خو د نوې هوکړې له مخې به د پټلۍ ګاډي دهلیز مالونه په دوه اوونۍ کې لېږدوي.

چارواکي وايي، د توکو د لېږد د وخت له کمېدو سره به د توکو بیې راټيټې او افغانانو ته به هم د کار زمینه برابره شي.

د افغانستان د اوسپنیزې پټلۍ ادارې زیاته کړې؛ د پټلۍ ګاډي له لارې به د وارداتو او صادراتو د لیږد رالېږد تعرفه هم د پام وړ کمې ولري.

که څه هم افغانستان د پټلۍ ګاډي شبکه نلري؛ خو د ترکمنستان، ازبکستان او ایران په ګډون د یو شمېر هېوادونو د پټلۍ ګاډو له شبکې سره نښلېدلی دی.

Trending

Exit mobile version