سوداگري

افغانستان، پاکستان او عراق ته مو د صادراتي خنډونو ارزونه پیل کړې – ایران

د ایران بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال حمید قنبري ویلي، د دې هېواد د اقتصادي اړیکو د همغږۍ مرکز له دولسمې غونډې وروسته؛ ګاونډ هېوادونو ته د صادراتي ستونزو د حل لپاره وړاندیزونه چمتو شوي دي.

Published

on

 

ایراني چارواکو د افغانستان، پاکستان او عراق په ګډون ګاونډ هېوادونو ته د توکو د صادراتو د خنډونو لرې کولو لپاره د طرحو له ارزونې خبر ورکړی دی. د دغو هڅو موخه د سوداګرۍ آسانول او د صادرونکو ستونزو ته رسېدنه ګڼل شوې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال حمید قنبري ویلي، د دې هېواد د اقتصادي اړیکو د همغږۍ مرکز له دولسمې غونډې وروسته؛ ګاونډ هېوادونو ته د صادراتي ستونزو د حل لپاره وړاندیزونه چمتو شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه غونډه د شنبې پر ورځ د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې جوړه شوې وه او ګډونوالو د صادرونکو ستونزې، د لېږد رالېږد ننګونې او د غیرنفتي صادراتو د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړلې.

قنبري ویلي، د لېږد رالېږد او اکمالاتو په ځنځیري لارو کې ګډوډۍ د یو شمېر صادرونکو سوداګریزې ژمنې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، ځینو صادرونکو نه‌شو کولی خپل اړین توکي وارد کړي او یا خپلو اسعارو ته اړوند ژمنې پر وخت پوره کړي.

هغه زیاته کړې، د دغو ستونزو د حل لپاره د ځینو مقرراتو او اجرایي کړنلارو د بیاکتنې وړاندیز شوی او اړوند دولتي ادارو هم دغه طرحې تائید کړې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال زیاته کړې؛ افغانستان، پاکستان او عراق ته د صادراتو د خنډونو د لرې کولو وړاندیزونه به له بهرنیو لوریو سره د خبرو او د ایران د سفارتونو او کونسلګریو له لارې وارزوي.

دا هڅې په داسې وخت کې کېږي، چې ایران او افغانستان پراخې سوداګریزې اړیکې لري او د صادراتو د بهیر آسانول د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ اغېز لرلی شي؛ خو د دغو وړاندیزونو وروستي جزئیات او د پلي کېدا نېټه تر دې دمه اعلان شوې نه‌ده.

Trending

Exit mobile version