تازه خبرونه
افغانستان امن دی او نور هېوادونه دې ترې اندېښنه نلري
هغه زیاته کړې: د دوحې په خبرو اترو کې شوې ژمنې، چې د افغانستان له خاورې څخه نورو ته ګواښ نه پېښیږي؛ پوره شوې دي.
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د پولیسو اکاډمۍ د نږدې ۹۰۰ زدهکوونکو د فراغت په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان نن یو خوندي هېواد دی او نورو هېوادونو ته ترې هیڅ ګواښ نشته دی.
هغه زیاته کړې: د دوحې په خبرو اترو کې شوې ژمنې، چې د افغانستان له خاورې څخه نورو ته ګواښ نه پېښیږي؛ پوره شوې دي.
خلیفه د خلکو د یووالي او د اسلامي نظام د لاسته راوړنو د ټینګار تر څنګ ویلي: « نن افغان پولیس د خلکو له ملاتړ او باور څخه خوند اخلي. په داسې حال کې، چې په ډېری هېوادونو کې خلک له امنیتي ځواکونو څخه وېره لري.»
هغه زیاته کړې؛ پولیس باید له خلکو سره په خپلو اړیکو او تعاملاتو کې د مهربانۍ او ښه چلند له مخې عمل وکړي.
د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی؛ د هېواد چارواکي اوس هم هڅه کوي، چې له پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدا او د افغانستان او نړۍ ترمنځ د ستونزو د حل لپاره معقولې حل لارې ومومي.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال رحمت الله نجیب د پولیسو اکاډمۍ د نږدې ۹۰۰ نویو زدهکوونکو د فراغت د اعلان پر مهال ویلي، چې دا اقدام به د خلکو لپاره د امنیت او سولې د زیاتوالي لپاره لار اواره کړي.