تازه خبرونه

افغانستان اوس هم بهرنیو مرستو ته اړتیا لري – امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې، چې یکشنبه( د غویی اوومه) خپره شوې؛ راغلي: په دې ناسته کې دواړو خواوو له ګاونډ هېوادونو څخه د کډوالو راستنېدو، اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو ناوړه اغېزو سره د مبارزې پر چمتووالي، له مخدره توکو مبارزې، د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت چمتو کولو او د روږدو کسانو درملنې بحث او خبرې وکړې.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی(سرپرست) امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د بشري چارو له مرستیال ټام فلیچر سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان اوس هم بهرنیو مرستو ته اړتیا لري.

د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې، چې یکشنبه( د غویی اوومه) خپره شوې؛ راغلي: په دې ناسته کې دواړو خواوو له ګاونډ هېوادونو څخه د کډوالو راستنېدو، اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو ناوړه اغېزو سره د مبارزې پر چمتووالي، له مخدره توکو مبارزې، د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت چمتو کولو او د روږدو کسانو درملنې بحث او خبرې وکړې.

دواړو خواوو د بشري مرستو د بڼې پراختیا ته د بدلولو، د مرستو په برابرولو کې اقتصادي ګټوربوب رامنځته کولو، د مرستو د اغېزې د زیاتوالي لپاره د کورنیو تولیداتو او ظرفیتونو کارولو، د مرستو د پروګرامونو د پلي کولو پروسې ساده کولو، د پروګرامونو په پلي کولو کې د خلکو لومړیتوبونو ته د پاملرنې او د مرستندویه بنسټونو او اړوند دولتي څانګو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه هم بحث وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ټینګار وکړ، چې په هېواد کې له څو لسیزو جګړو، ناامنیو او د مخدره توکو د کښت له پای ته رسېدو وروسته، د افغانستان اسلامي امارت هوډ لري، چې هېواد په بېلابېلو برخو کې پر ځان‌بسیا او افغان ولس د بشري مرستو له اړتیا څخه خلاص کړي.

هغه یادونه کړې؛ که څه هم دا وخت نیسي، بهرنۍ مرستې ته اوس هم اړتیا ده.

امیر خان متقي ټینګار کړی، چې مرستې باید د افغانانو له اړتیاوو او لومړیتوبونو سره سمې وي او داسې ولګول شي، چې پر کورني بازار، اقتصادي ودې او کورنيو ظرفیتونو اوږدمهاله مثبت اغېزه ولري.

دغه راز ټام فلیچر ویلي، چې ملګري ملتونه او د افغانستان حکومت د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو، امنیت، سیمه‌ییز ثبات، اقلیمي بدلون، مخدره توکو پر وړاندې مبارزې او په نورو برخو کې د ګډو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار کوي.

هغه زیاته کړې، چې له دې وروسته به د مرستو د پروګرامونو په پلي کولو کې اصلي پرېکړه کوونکي ځایي خلک او د مرستو ترلاسه کوونکي وي.

هغه ویلي، چې د مرستو ماهیت له بشري مرستو څخه پراختیایي او بېخبنایي(زیربنایي) کارونو ته بدلول، د افغانانو لومړیتوبونه او موخې په پام کې نیول کیږي.

په پایله کې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې د نړیوالو مرستو د اغېزمنتوب د زیاتوالي لپاره همغږي او ګډ کار زیات کړي.

Trending

Exit mobile version