تازه خبرونه

افغانستان اوس هم د نړۍ یو فاسد هېواد پاتې دی – سیګار

Published

on

د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې ادارې سیګار ویلي، له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو له مرستې وروسته اوس هم دا هېواد بېوزلی او فاسد  پاتې دی.

د افغانستان بیا رغاونې لپاره د امریکا سرپلټوونکي جان سپکو ویلي؛ افغانستان به  تر ۲۰۲۴ کال پورې هر کال له څلور اعشاریه شپږ څخه تر اته اعشاریه دوه میلیارد ډالرو ته اړتیا ولري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې هېواد کې ۱۳۷ میلیارد ډالر لګېدلي، خو دا لګښت د امریکا د بیا رغاونې په تاریخ کې تر ټولو ډېر لګښت دی.

سیګار که څه هم د سولې له هوکړې وروسته د افغانستان اقتصاد اندېښمن کړی؛ خو یو ځل بیا له افغانستان سره د امریکا میلیارد ډالري مرسته افغان حکومت ته وریادوي او وایي: افغانستان د ۱۳۷ میلیارد ډالرو پر لګولو د امریکا د بیا رغاونې په تاریخ کې تر ټولو ستره پروژه وه. زمونږ د کړنو پر بنسټ افغان حکومت  د نړیوالو سازمانونو او نړیوالې ټولنې له مرستو پرته ژوندی پاتې کیدی نشي.

مخکې له دې سیګار په افغان حکومت کې د میلیاردونو ډالرو د بې ځایه لګېدو خبره کړې وه، چې افغان حکومت رد کړې ده.

Trending

Exit mobile version