تازه خبرونه
افغانستان اوس هم په نړۍ کې د انرژۍ له سختو بحرانونو سره مخ هېواد دی
یوانډيپي زیاته کړې؛ په کلیوالي سیمو کې ډېری کورنۍ اوس هم د پخلي او تودوخې لپاره پر لرګیو او جامدو سونګ توکو تکیه لري، چې د اندېښنې وړ روغتیایي، امنیتي او چاپېریالي خطرونه رامنځته کوي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام(یوانډيپي) ویلي؛ افغانستان اوس هم په نړۍ کې د انرژۍ له سختو بحرانونو سره مخ یو داسې هېواد دی، چې له ۸۰ سلنې څخه ډېر نفوس یې برښنا ته لاسرسی نلري.
یوانډيپي زیاته کړې؛ په کلیوالي سیمو کې ډېری کورنۍ اوس هم د پخلي او تودوخې لپاره پر لرګیو او جامدو سونګ توکو تکیه لري، چې د اندېښنې وړ روغتیایي، امنیتي او چاپېریالي خطرونه رامنځته کوي.
دې بنسټ په ټول هېواد کې د نوې کېدونکي انرژۍ له پراخولو سره دا خطرونه څه نا څه له بدلېدا سره مخ کړي دي.
دې ادارې ویلي “د لمریزو تختو او کوچنيو برښنایي شبکو پر نصبولو مو د یو شمېر ښوونځيو، روغتونونو او کار و باري ځایونو برښنا تأمین شوې؛ ځکه ټولنو ته رڼا، برښنا او نوي فرصتونه راوړو.”
له ۲۰۲۱ راپدېخوا د یوانډيپي پروګرامونو ۵ زره ۴۶۲روغتیایي مرکزونو، ۱۵۳ ښوونیزو بنسټونو او ۸۵۴ سوداګریزو مرکزونو په ګډون له ۶ زره ۴۶۹څخه ډېرو برښنایي مرکزونو ته، چې ډېری یې ښځې اداره کوي؛ برښنا رسولې ده. دې هڅو کورنیو او سوداګرۍ ته د بسپنو پر ورکولو او له مالي ادارو سره د کار کولو له لارې انرژي د لاسرسي وړ کړې ده.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یوانډيپي) له دوه میلیون ډېرو افغان میرمنو ته پاکه، خوندي او دوامداره انرژۍ برابره، د ژوندانه کیفیت یې ښه کړی او د کورنیو او ټولنو لپاره یې روښانه راتلونکې رامنځته کړې ده.
د دې پروګرام کاري نوښت ښیي، چې نوې کېدونکې انرژي نه یوازې پر غیر صحي سونګ توکو تکیه کموي، بلکې له روغتیایي، ښوونیزو او روزنیزو اقتصادي سکټورونو ملاتړ کولی شي په افغانستان کې د ثبات او ودې لپاره هم زمینه برابره کړي.
تازه خبرونه
د ملي امنیت په تامین کې د ځانګړو پولیسو هڅې وستایل شوې
په دې غونډه کې د ځانګړو ځواکونو قومندان امین جان د کورنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ د دغو ځواکونو لاسته راوړنې او د سیمینار جزئیات وړاندې کړل.
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ځانګړو پولیسو د روزنیز سیمینار په وروستۍ غونډه کې، چې د عملیاتي مهارتونو او اجرائیوي وړتیاوو د ښهوالي لپاره ترسره شوه؛ ګډون وکړ او د پولیسو هڅې یې وستایلې.
په دې غونډه کې د ځانګړو ځواکونو قومندان امین جان د کورنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ د دغو ځواکونو لاسته راوړنې او د سیمینار جزئیات وړاندې کړل.
هغه ټینګار وکړ، چې هوښیار مشرتابه او د ځواکونو اطاعت د هېواد د امنیت په تامین کې د دې واحدونو د بریالیتوب عوامل دي.
د کورنیو چارو وزیر د خپلې وینا په یوه برخه کې د ملي امنیت او د هېواد د ثبات په تامین کې د ځانګړو ځواکونو له هڅو ستاینه وکړه او وایي، چې د دې ځواکونو بریالیتوبونه او وړتیاوې نه یوازې د ملګرو لهخوا، بلکې د دښمنانو لخوا هم منل شوي دي.
دغه راز حقاني د ځانګړو ځواکونو چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې اخلاص، عاجزي او احتیاط رعایت کړي او د اسلامي نظام د ساتنې او د خلکو د خدمت لپاره خپلې فزیکي او معنوي وړتیاوې وکاروي.
تازه خبرونه
یوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
یوناما ټینګار کوي، چې بشري حقونه یوازې خلاصې مفکورې ندي، بلکې هغه شرایط دي، چې یو معنا لرونکی ژوند؛ ښوونه، روغتیا، کار، د بیان آزادي او په ټولنه کې د ګډون لپاره لاسرسی برابروي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما د بشري حقونو نړیواله ورځ د افغانانو د اساسي آزادیو او اساسي حقونو د ساتنې د اړتیا پر تکرارولو ونمانځله او څرګندوي، چې بشري حقونه د خلکو د وقار، فرصت او امنیت لپاره “ورځنۍ اړتیاوې” دي.
یوناما ټینګار کوي، چې بشري حقونه یوازې خلاصې مفکورې ندي، بلکې هغه شرایط دي، چې یو معنا لرونکی ژوند؛ ښوونه، روغتیا، کار، د بیان آزادي او په ټولنه کې د ګډون لپاره لاسرسی برابروي.
یوناما خبرداری ورکړی، چې ډېری افغانان اوس هم له دې اساسي حقونو څخه بې برخې دي. په ځانګړي توګه له شپږم ټولګي پورته نجونې او ښځې د زدهکړې، کارموندنې او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي، چې سربېره پر دې د هېواد اوږدمهاله امکانات هم اغېزمن کوي.
په افغانستان کې د یوناما سرپرسته جورجټ ګانیون ویلي: “ښځې او نجونې د روغتیا، کار او په ټولنیز ژوند کې د ګډون په څېر ورته برخو کې له سختو بندیزونو سره مخ دي، چې د دوی اساسي حقونه او د هېواد راتلونکی کمزوری کوي. روغتیایي چوپړ ته کمزوری لاسرسی کورنۍ زیانمنوي او ګاونډیان بې واکه کوي. ډېری افغانان په غیر ارادي ډول هېواد ته راستنیږي.”
یوناما ټینګار کړی، چې افغان چارواکي باید د نړیوالو بشري حقونو له مکلفیتونو سره د مطابقت لپاره عملي ګامونه پورته کړي؛ ځکه، چې له بشري حقونو سره مطابقت نه یوازې قانوني دنده ده، بلکې د سولې، پرمختګ او عامه باور لپاره عملي لار هم ده. یوناما له افغان چارواکو، بنسټونو او نړیوالو همکارانو غوښتي، چې بشري حقونه د هېواد د ثبات اوهیلې د لارې بنسټ جوړ کړي.
دا ورځ په داسې وخت کې راځي، چې د بشري حقونو مسله د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ یوه نا حل شوې مسله پاتې ده او د اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره یو له اساسي شرایطو ګڼل کیږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي؛ افغانستان د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بشري حقونو درناوي ته ژمن دی.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۱۹۴۸ کال کې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه تصویب کړې، چې د ټولو انسانانو اساسي حقونه او آزادۍ پر رسمیت وپېژندل شي او له هغه وخت راپدېخوا دا ورځ په ټوله نړۍ کې د عدالت او مساوات لپاره د مبارزې د څلي په توګه پېژندل شوې ده.
تازه خبرونه
افغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
ټرمپ په خپله وینا کې ویلي: “ولې مونږ باید د افغانستان، هایټي او سومالیا په څېر له دوزخي هېوادونو څخه کډوال خپل کړو؟!”
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتل، چې د امریکا په پنسیلوانیا کې د اقتصادي وضعیت او د انفلاسیون د مخنیوي په اړه خبرې وکړي؛ خو ناڅاپه ترې بحث کډوالۍ ته ولاړ او افغانستان یې د هایټي او سومالیا تر څنګ «چټل، خېرن او جرمځپلی» هېواد وباله. د هغه دې څرګندونې یو ځل بیا د افغانانو غصه او نیوکې راوپارولې.
ټرمپ په خپله وینا کې ویلي: “ولې مونږ باید د افغانستان، هایټي او سومالیا په څېر له دوزخي هېوادونو څخه کډوال خپل کړو؟!”
هغه زیاته کړې، چې دا هېوادونه “ککړ، بېمنظم او له جرمونو ډک دي.”
امریکا یوه اوونۍ مخکې اعلان وکړ، چې د افغانانو او ۱۸ نورو هېوادونو څخه د ټولو مهاجرت غوښتنلیکونه د شنه کارت او تابعیت غوښتنلیکونه په ګډون ځنډولي دي.
دا هېوادونه ټول غیر اروپایي دي؛ افغانستان، میانمار، چاډ، کانګو جمهوریت، استوایي ګینه، اریټریا، هایټي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان، یمن، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او وینزویلا هېوادونه دي.
افغان-امریکایي ټولنه او د کډوالو د حقونو هڅاند وايي، چې دغه له سپکاوي ډکې څرګندونې د افغان کډوالو په اړه منفي اندونه هڅووي او د د بهر مېشتو افغانانو سیاسي چاپېریال نور هم څانګیز کوي.
کارپوهان د ټرمپ غیر مسوولانه او د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف څرګندونې د دغو ملتونو سپکاوي بولي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې راپورته کیږي، چې په میلیونونه بهر میشتي افغانان له امنیتي، اقتصادي او بشري ننګونو سره مبارزه کوي.
ډونالډ ټرمپ د روان کال په جنوري کې واک ته له رسېدو راپدېخوا د کډوالۍ په اړه خپله پالیسي سخته کړې ده. نوموړي په واشنګټن کې د امریکا پر ملي ګارډ له وروستي برید وروسته د کډوالو په ځانګړي توګه د افغانانو پر وړاندې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.
-
تازه خبرونه4 days agoاروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو دفاعي مسوولیت پر غاړه واخلي – امریکا
-
تازه خبرونه5 days agoپر سپین بولډک د پاکستان پوځیانو په برید کې د مرګ او ژوبلې شمېر ۱۰ کسانو ته لوړ شو
-
سوداگري3 days agoد پاکستان د مالټې صادرات له بېساري کمښت سره مخ شول
-
تازه خبرونه3 days agoچین او افغانستان د پانګهوالو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد م.م په دفترونو کې پر افغان ښځو کاري بندیز روان پاتې دی
-
تازه خبرونه3 days agoله نادولتي ښکېلو خواوو سره سیاسي تعامل اړین دی
-
تازه خبرونه4 days agoپه سيمهييزه نښلېدا کې د افغانستان پر ځانګړي رول د نړۍ تازه ټینګار څرګند شو
-
تحول4 days agoتحول: پر فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان تازه نښتې
