تازه خبرونه

افغانستان او ازبکستان پر سرحدي  همکاریو خبرې وکړې

Published

on

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد تېره ورځ د ازبکستان د استخباراتو او سرحدي ځواکونو له رییس عبدالسلام عزیزوف او مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال پر سرحدي مسایلو، دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو هر اړخیزې خبرې وکړې.

  ملي دفاع وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ویلي: مونږ له تېر یو کال راپدیخوا په سرحد کې ډېر کار کړی او تصمیم لرو، چې په راتلونکي کې ډېر نور کارونه وکړو.

د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونه د پراختیایي پروژو د تطبيق او پانګونې په برخه کې هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دي.

ویل کیږی، چې ازبکستاني لوري هم له اسلامي امارت سره د اړیکو د پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د  همکاریو ډاډ  حرګند کړ. 

Trending

Exit mobile version