لوبی

افغانستان او ازبکستان په خوست کې دوستانه شل‌آوریزه لوبه کوي

د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ دا لوبه د روان کرکټ لیګ پر مهال ترسره کېږي او د هغې همکارۍ هوکړه‌لیک یوه برخه ده، چې د تېر کال په ډسمبر کې د افغانستان کرکټ بورډ او د ازبکستان کرکټ فډراسیون ترمنځ د کرکټ د پراختیا لپاره لاسلیک شوی و.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د چنګاښ پر نولسمه / د جولای پر لسمه به د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د ازبکستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه وي او دواړه لوبډلې به یوه دوستانه شل‌آوریزه لوبه ترسره کړي.

د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ دا لوبه د روان کرکټ لیګ پر مهال ترسره کېږي او د هغې همکارۍ هوکړه‌لیک یوه برخه ده، چې د تېر کال په ډسمبر کې د افغانستان کرکټ بورډ او د ازبکستان کرکټ فډراسیون ترمنځ د کرکټ د پراختیا لپاره لاسلیک شوی و.

ټاکل شوې، چې دا دوستانه لوبه د سهار پر ۹:۰۰ پیل او د افغانستان یوولس کسیزه لوبډله به د ازبکستان له ملي لوبډلې سره مخامخ شي. دغه لوبه به په افغانستان او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ټلوېزیوني او ډیجیټلي خپرنیزو شبکو له لارې پر ژوندۍ بڼه خپره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان ویلي، چې دا بنسټ ازبکستان ته د ورته نویو راټوکېدونکو کرکټي هېوادونو ملاتړ ته ژمن او چمتو دی، چې له هغو هېوادونو سره هم همکاري وکړي، چې غواړي کرکټ ته وده ورکړي.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان کرکټ بورډ له دې مخکې د ازبکستان کرکټ فډراسیون د غړو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرامونه او روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي او تېر کال یو شمېر ازبک چټکو توپ‌اچوونکو هم د افغانستان کرکټ بورډ د چټکې توپ‌اچونې په ځانګړي روزنیز کمپ کې ګډون کړی و.

نصیب خان زیاته کړې، ازبکستان تل له افغانستان سره دوستانه چلند کړی او دواړو هېوادونو له وروستیو کلونو راپدېخوا د روغتیا، سیاست او سوداګرۍ په برخو کې خپلې همکارۍ پیاوړې کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د کرکټ په برخه کې نږدې همکاري به د دواړو ګاونډ هېوادونو اړیکې نورې هم ټینګې او پیاوړې کړي.

Trending

Exit mobile version