سوداگري
افغانستان او اوزبکستان ۲۵ سوداګریزهوکړهلیکونو لاسلیک کړل
یاد کنفرانس د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزی، د اوزبکستان د سیردریا ولایت د والي ارکینجون توردیموف، د اقتصاد وزارت د معین محمدعالم جمیل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو او د دواړو هېوادونو د لسګونو سوداګرو په ګډون ترسره شو.
د سیمهییزو اقتصادي همکاریو پراختیا په لړ کې د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ د سوداګریزې نښلونې کنفرانس د دواړو هېوادونو د چارواکو او سوداګرو په ګډون ترسره شو، چې په کې یې د څه باندې ۳۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۵ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
یاد کنفرانس د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزی، د اوزبکستان د سیردریا ولایت د والي ارکینجون توردیموف، د اقتصاد وزارت د معین محمدعالم جمیل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو او د دواړو هېوادونو د لسګونو سوداګرو په ګډون ترسره شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر عزیزي ویلي؛ د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره قوي اراده شته، چې له کبله یې په وروستیو کلونو کې سوداګریزې اړیکې بېسارې پراخې شوې دي. هغه همداراز اعلان کړی، چې په ۲۰۲۵ ز.کال کې به د ۲۰۲۴ پر پرتله د سوداګرۍ کچه لوړه شي. دغه راز نوموړي د افغانستان له لوري پر ۸ قلمه او د اوزبکستان له لوري پر ۶ توکو د ترجیحي هوکړهلیک د لاسلیک یادونه هم وکړه.
د سیردریا والي د دواړو هېوادونو پر تاریخي او اقتصادي اړیکو ټینګار کړی او څرګندوي، چې په دې ولایت کې لسګونه افغان سوداګر فعالیت لري.
هغه همداراز د پانګونې پراخو فرصتونو، ګډو صنعتي پروژو او اروپایي بازارونو ته د اوزبکستان د صادراتي ظرفیت یادونه وکړه.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې؛ لاسلیک شوي هوکړهلیکونه د ودانیزو چارو، خوراکي توکو، کرنې، موبل او فرنیچر، جامو او درملو سکټورونه رانغاړي. دا هغه هڅه ده، چې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي اړیکو کې نوی پړاو رامنځته کړي.