تازه خبرونه

افغانستان او ایران د ګډ اقتصادي کمیسیون پر جوړولو کار پیل کړ

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۰, ۱۳۹۹)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر د شنبې پر ماښام د ایران د انرژۍ له وزیر رضا اردکانیان سره ویدیو کنفرانس درلود.

بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په پیل کې د دې وزارت چارسمبالي حنیف اتمر په تېرو نولس کلونو کې له افغانستان سره د ایران د حکومت او خلکو د بېلا بېلو مرستو او همکاریو له کبله مننه کړې ده.

د دغو څرګندونو له مخې؛ د واړو لوریو پر لاندې ارزښتمنو مسلو خبرې وکړې: په راتلونکې میاشت کې د ګډ اقتصادي کمیسیون جوړولو ته چمتووالی، د ګډو اقتصادي برنامو دیزاین او پلي کول، په ګډو پروژو کې د برښنا د تولید پروګرام، پر وارداتي برښنا باندې د تعرفو کمول، د ګمرکي تعرفو رامنځته کول او ایران ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په صادراتو کې د غوره تعرفو رامنځته کول او د دواړو هوادونو تر منځ د سوداګرۍ انډول په اړه بحثونه وشول.

دواړو لوریو په داسې حال کې، چې د ګډو اقتصادي پروژو د پلي کیدو پر ارزښت ټینګار څرګند کړ؛ دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراخول هم مهم وګڼل.

د ایران د انرژۍ وزیر حنیف اتمر ته په ځانګړي توګه د انرژۍ د تولید او لیږدونې په برخه کې د خپل هېواد له ملاتړ او همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

Trending

Exit mobile version