Connect with us

لوبی

افغانستان او بنګله‌دېش نن د خپل لوبلړ وروستۍ لوبه کوي

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، چې، دغه سیالي به د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې پیل شي.

خپور شوی

د

د افغانستان او بنګله‌دېش کرکټ ملي لوبډلې نن ( دوشنبه د لړم یوویشتمه / د نومبر یوولسمه ) د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړ وروستۍ لوبه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، چې، دغه سیالي به د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې پیل شي.

دواړو لوبډلو یوه – یوه سیالي ګټلې او مساوي روان دي.

د درې یو ورځني لوبلړ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۹۲ منډو پر توپیر او بنګله‌دېش په دوه‌یمه لوبه کې د ۶۸ منډو پر توپیر لوبې ګټلې دي او نن به د لوبلړ ګټونکې لوبډله معلومه شي.

ټاکل شوې، چې له دې لوبلړ وروسته به افغانستان د نورو لوبلړیو د لوبېدا لپاره زمبابوې ته سفر وکړي.

لوبی

په فوټسال غوره لیګ کې ظاهر اسد او آریا فورج مساوي او نورزاد ۸ پر ۲ دیار سنايي ته ماتې ورکړه

په شپږپنځوسمه لوبه کې ظاهر اسد او آریا فورج لوبډلو زړه‌راکښونکې لوبه ۳ پر ۳ مساوي پای ته ورسېده. دواړو لوبډلو پر تېري کوونکې لوبې یو امتیاز ترلاسه کړ.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۳, ۱۴۰۴

د افغانستان فوټسال غوره لیګ د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د دوه لوبډلو پر لوبو تر سره شوې.

په شپږپنځوسمه لوبه کې ظاهر اسد او آریا فورج لوبډلو زړه‌راکښونکې لوبه ۳ پر ۳ مساوي پای ته ورسېده. دواړو لوبډلو پر تېري کوونکې لوبې یو امتیاز ترلاسه کړ.

په اووه‌پنځوسمه لوبه کې نورزاد لوبډلې وکولی شول دیار سنايي ته په پرېکنده ګولونو ۸ پر ۲ ماتې ورکړه او درې نور ارزښتناک امتیازونه یې ترلاسه کړل.

د دوشنبې د لوبې مهالوېش:

امید د جوانان میهن پر وړاندې له غرمې وروسته – ۳:۳۰

پیروزي پنجشېر د اتحاد پر وړاندې د مازیګر- ۵:۴۵

مینه‌وال کولی شي دا لوبې په آریانا تلویزیون ATN کې پر ژوندۍ بڼه تعقیب کړي.

Continue Reading

لوبی

په افغان فوټسال لیګ کې پنجشر ۷ پر صفر زیتون ته او صداقت ۶ پر ۳ امید ته ماتې ورکړه

په ټول هېواد کې فوټسال مینه‌وال کولی شي د دې لیګ د څلورم پړاو د دوه‌یمې نیمایي پیل لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼې په آریانا ټلویزیون کې وګوري.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۲, ۱۴۰۴

د شنبې پر ورځ د افغان فوټسال غوره لیګ د څلورم پړاو په څلورپنځوسمه لوبه کې؛ پنجشېر لوبډلې د ۷ پر صفر پر زړه پورې لوبې زیتون اف‌سي ته ماتې ورکړه.

نن په پېنځه‌پېنځوسمه لوبه کې صداقت اف‌سي لوبدلې ۶ پر ۳  امید اف‌سي ته ماتې ورکړه.

سبا به په شپږ‌پنځوسمه لوبه کې ظاهر اسد اف‌سي او آریا فورج اف‌سي لوبډلې سیالي وکړي.

په اووه‌پنځوسمه لوبه کې به دیار سنايي لوبډله له نورزاد اف‌سي سره مخ شي.

په ټول هېواد کې فوټسال مینه‌وال کولی شي د دې لیګ د څلورم پړاو د دوه‌یمې نیمایي پیل لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼې په آریانا ټلویزیون کې وګوري.

Continue Reading

لوبی

په افغانستان فوټسال لیګ کې صداقت او ظاهر‌اسد لوبدلو د پنجشنبې لوبې وګټلې

په ټول هېواد کې د فوټسال مینه‌وال کولی شي د دې لیګ د څلورم پړاو د دوه‌یمې نیمایي پیل پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه په آریانا ټلویزیون کې وګوري.

Published

on

د افغانستان فوټسال غوره لیګ د څلورم پړاو د دوه‌یمې نیمایي په پنځوسمه لوبه کې صداقت اف‌سي پنجشیر ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه.

په نننۍ یو‌پنځوسمه لوبه کې ظاهر‌اسد اف‌سي دیار سنايي ته د ۳ پر ۱ ماتې ورکړه.

سبا (جمعه د چنګاښ شلمه) په دوه‌پنخوسمه لوبه کې آریا فورج او اتحاد اف‌سي سیالي کوي.

په دري‌پنځوسمه لوبه کې نورزاد اف‌سي به له جوانان میهن سره مخ شي.

په ټول هېواد کې د فوټسال مینه‌وال کولی شي د دې لیګ د څلورم پړاو د دوه‌یمې نیمایي پیل پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه په آریانا ټلویزیون کې وګوري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!