سوداگري
افغانستان او روسیه د سوداګریزو اړیکو او پانګونې د پراختیا هڅې کوي
عنایتالله صدیقيزي د چارشنبې پر ورځ( د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د لړم پر دیارلسمه ) د روسیې د ملي یووالي د ورځې پر مناسبت په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې په کابل کې د دې هېواد د سفارت لهخوا جوړه شوې وه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خدماتو برخې مرستیال په کابل کې د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د پانګونې لپاره د نویو فرصتونو پر برابرولو خبرې کړې دي.
عنایتالله صدیقيزي د چارشنبې پر ورځ( د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د لړم پر دیارلسمه ) د روسیې د ملي یووالي د ورځې پر مناسبت په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې په کابل کې د دې هېواد د سفارت لهخوا جوړه شوې وه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې؛ صدیقيزي د دې غونډې په څنډه کې د روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف سره لیدلي او د کابل او مسکو ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د پانګونې د فرصتونو پر پراختیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالي او افغان او روسي سوداګرو او پانګوالو ته د ډېرو آسانتیاوو برابرولو ټینګار کړی دی.
دغه راز د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو لپاره د نویو برخو پېژندل او د افغان او روسي سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو رامنځته کول د دې لیدنې نور مهم موضوعات ول.
دا لیدنه په داسې وخت کې جوړیږي، چې له سیمهییزو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا او د بهرنیو پانګونو راجلبول د افغانستان د خصوصي سکټور له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.