تازه خبرونه
افغانستان او روسیې د اقتصادي همکاریو او پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د مالیې وزارت د افغانستان او روسیې د ګډ اقتصادي کمیسیون د وروستۍ غونډې د پایلو راپور وړاندې کړ.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ په کابل کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د مالیې وزارت د افغانستان او روسیې د ګډ اقتصادي کمیسیون د وروستۍ غونډې د پایلو راپور وړاندې کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه ګډ کمیسیون د چارو د پرمخ بېولو لپاره یو طرحه چمتو شوې او د وروستي کېدا لپاره د اسلامي امارت د مشر دفتر ته استول شوې ده.
دغه راز د اقتصادي همکاریو هغه سند هم وروستی شوی، چې په تاتارستان کې د کازان د وروستي فورم په څنډه کې له روسي لوري سره چمتو شوی و او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې له روسیې سره لاسلیک شي.
په دې غونډه کې د ګډ اقتصادي کمیسیون د وروستۍ غونډې د پرېکړو پر عملي کولو او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې پر فرصتونو او لومړیتوبونو هم خبرې وشوې.
په دغو برخو کې بنسټیزې پروژې، سوداګري، برښنا، ټرانسپورټ، کانونه، لوړې زدهکړې، کرنه، اوبولګونه، مالداري، روغتیا، درمل، سوداګریزې ویزې، مخابرات او معلوماتي ټکنالوژي رانغاړي.
ګډونوالو په یادو برخو کې د پانګونې شته فرصتونه او لومړیتوبونه هم وڅېړل او پر ګوته کړل.