تازه خبرونه

افغانستان او قزاقستان پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او بشري چارو ټینګار څرګند کړ

Published

on

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یکشنبې پر ورځ په افغانستان کې د قزاقستان له سفیر علیم خان یاسینګلدایوف سره د امنیت او اقتصاد په ګډون پر سوداګریزو او بشري مسایلو خبرې وکړې.

د قزاقستان سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست امیرخان متقي سره د دواړو هیوادونو ترمنځ په سیاسي ، اقتصادي ، سوداګریزو او کلتوري موضوعاتو خبرې اترې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت په علامیه کې د قزاقستان د سفیر له قوله راغلي، چې دا هېواد غواړي له افغانستان سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې پراخې او همدارنګه له دغه هېواد سره خپلې سیاسي ، اقتصادي، سوداګریزې او ترانزیتي اړیکې پیاوړې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل ویلي؛ امیرخان متقي د قزاقستان له سفیر او مل پلاوي وغوښتل، چې له افغانستان سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې نورې هم ښې کړي،  چې دواړه هېوادونه له شته فرصت څخه پوره ګټه واخلي.

په دې لیدنه کې امیرخان متقي هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو دیپلوماتیکې اړیکې ښه والی ومومي او له شته فرصتونو څخه باید پوره ګټه اخیستل شوې ده.

همدا رنګه مولوي متقي ویلي، چې په استانه او الماتی کې د افغانستان سفارت او قونسلګري له مرکزي حکومت سره کاري اړیکې لري، چې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو مثبت اغېز لري.

د قزاقستان سفیر ويلي؛ په تېر یو کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه له ۳۰۰ میلیون دالر څخه ۹۰۰ میلیون ته لوړه شوې ده.

قزاقستان افغانستان ته د یو دوست هېواد په سترګه ګوري او غواړي له دې هېواد سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

یاسینګلدایوف وویل، هېواد یې هم هر کال افغان محصلینو ته د لوړو زده‌کړو لپاره بورسونه ورکوي.

همدارنګه هېواد یې له افغانستان سره سیاسي، سوداګریزې او بشردوستانه اړیکو ته دوام ورکوي.

ټاکل شوې ده، چې په لنډ وخت کې به د بشري مرستو تازه ټولګه افغانستان ته واستول شي.

مولوي متقي ویلي، د افغانستان دولت د هېواد په ډېرو برخو کې د اوسپنې پټلۍ د جوړیدو غوښتونکی دی او په دې برخه کې د قزاقستان تخنیکي مرستې ته اړتیا لري.

هغه ویلي، افغانستان چمتو دی چې د قزاقستان له جنوبي اسیا سره د نښلولو په برخه کې ترانزیتي رول ولوبوي او له یاسینګلدایوف څخه یې وغوښتل چې د اړتیا په وخت کې افغانستان ته د ترانزیت اسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي متقي د قزاقستان سفیر ته ډاډ ورکړ او وایي؛ امنیتي ځواکونه به چاته اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان خاوره د قزاقستان او نورو هېوادونو خلاف وکاروي.

Trending

Exit mobile version