تازه خبرونه

افغانستان او پاکستان د ایران پر وړاندې د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره همکاري کړې- پزشکیان

پزشکیان زیاته کړې؛ د افغانستان او پاکستان حکومتونو امنیتي ډلې ګومارلې وې او ډاډ یې ورکړی و، چې د دوی له خاورې به هیچا ته په ایران کې د ګډوډي د رامنځته کولو اجازه ورنه‌کړي.

Published

on

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، افغانستان او پاکستان د ایران له خاورې څخه د بهرنیو عناصرو د ننوتو او ګډوډۍ د رامنځته کولو د مخنیوي په برخه کې له تهران سره همکاري کړې ده.

پزشکیان زیاته کړې؛ د افغانستان او پاکستان حکومتونو امنیتي ډلې ګومارلې وې او ډاډ یې ورکړی و، چې د دوی له خاورې به هیچا ته په ایران کې د ګډوډي د رامنځته کولو اجازه ورنه‌کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، افغانستان، پاکستان، ترکمنستان، روسیې او عراق له ایران سره ښه همکاري کړې او له آذربایجان سره هم خبرې او تعامل روان دی.

هغه ټینګار کړی، چې سیمه‌ییزې ډیپلوماټیکې هڅې د جګړې له کبله د محاصرې او محدودیتونو د اغېزو په کمولو کې مهم رول لري.

د ایران ولسمشر زیاته کړې، د هېواد په شمال لویدیځ او سویل ختیځ کې د سرحدي پوستو د برید او ایران ته د ځواکونو د دننه کولو هڅې شوې وې؛ خو دا پلان عملي نه‌شو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دغو هڅو یوې برخې ته ایران ځواب ورکړ او ګاونډ هېوادونو هم په جدي توګه د هغو کسانو پر وړاندې ودرېدل، چې غوښتل یې د دوی له خاورې ایران ته واوړي او په دغه هېواد کې ګډوډي رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version