سوداگري
افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو پر نوي ټرانسپورټي میکانیزم هوکړه وکړه
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت څرګنده کړې، چې افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو د ورداخلېدو پر لنډمهالي سند ورکولو هوکړه کړې ده.
دغه وزارت نن (یکشنبه د غویی درویشتمه ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هغه موټر چلوونکي او کلینران، چې له افغانستان او پاکستان څخه سوداګریز توکي لېږدوي؛ باید دغه سند له ځانه سره ولري، چې وکولی شي له دې لارې تېر شي.
د دغې خبرتیا پر بنسټ، یاد سند به په کابل کې د پاکستان سفارت او په کندهار کې د قونسلګرۍ لهخوا پر اړوند افغانانو ووېشل شي.
د پاکستانیانو لپاره دا سند په پېښور او کوټه کې د افغانستان د ټرانسپورټي اتشې لهخوا ورکول کیږي.
د ټرانسپورت وزارت د بار وړونکیو وسایطو له خاوندانو او چلوونکیو څخه غوښتي، چې د غبرګولي میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دې د اړتیا وړ اسناد خپلو اړوند ټرانسپورټي شرکتونو ته وسپاري.
دغه وزارت دا خبرداری هم ورکړی، چې د غبرګولي میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به له نويو اسنادو پرته باروړونکې لارۍ پاکستان او افغانستان ته تګ راتګ ونشي کولی.
