سوداگري

افغانستان او پاکستان د دوه ګونه مالیاتو د مخنیوي د کنوانسیون مسوده لاسلیک کړه

Published

on

پاکستانيو رسنیو خبر ورکړی، چې پاکستان او افغانستان د دوه ګونه مالیاتو د مخنیوي د کنوانسیون مسوده لاسلیک کړې ده.

د دی نيوز ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان او افغانستان پلاويو په تېرو درې ورځو کې د دوه ګونه مالياتو د مخنيوي کنوانسيون په اړه د خبرو اترو د درېيم پړاو لپاره په اسلام‌آباد کې سره وکتل.

په دې غونډه کې د افغان پلاوي مشري د مالیې وزارت د عوایدو د عمومي ریاست د حقوقي او پالیسۍ خدمتونو رییس ندا محمد صدیقي کوله او د عوایدو د فدرالي بورد د نړیوالو مالیاتي فعالیتونو عمومي رییس ساجدالله صدیقي د پاکستاني لوري مشري کوله. دواړو پلاویو د ۲۰۲۱ ز. کال په دسمبر کې د اسلام‌آباد پر کوربتوب د خبرو اترو د دوه‌م پړاو پر پاتې ټولو مسلو بشپړې خبرې وکړې.

خبرې اترې په دوستانه فضا کې ترسره شوې اودواړو لوریو خپل نظریات وړاندې کړل. له بشپړو خبرو وروسته دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه ګونه مالیاتو د مخنیوي لپاره د کنوانسیون پر مسودې هوکړه وکړه.

د غونډې په پای کې د پاکستان د عوایدو د فدرالي بورد رییس عاصم احمد پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر له کبله مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د دوه ګونه مالیاتو د مخنیوي کنوانسیون به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د دغې طرحې لاسلیکول یو بل اړین ګام بللی دی.

محمد صادق تویت کړی: له دې پړاوه تېرېدو شاوخوا ۱۲ کاله ونیول. پانګوال، قراردادیان او د دواړو خواوو سوداګر به د پام وړ ګټه ترې پورته کړي.

Trending

Exit mobile version