سوداگري

افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د همکارۍ هوکړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

په کابل کې د پاکستان سفارت چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني د چارشنبې پر ورځ ( د وري اتمه ) نا وخته په یوه ویډیویي پیغام کې څرګنده کړې، چې په کابل کې پاکستاني پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره د ګډو ګټو د خوندیتابه او دوه اړخیزې سوداګرۍ د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هوکړه کړې ده.

دغه پلاوی دوه ورځې مخکې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا پر مشرۍ کابل ته راغلی و.

د پاکستان سفارت چارسمبالي زیاته کړې، چې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي سفر بریالی و.

عبید الرحمن نظاماني دغه سفر له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د ځواکمنو اړیکو د رامنځته کولو لپاره د پاکستان د ښو هڅو ښکارندویي کوي.

هغه ویلي، دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د ګډو ګټو لپاره به ګډ کار کوي. افغانستان او پاکستان په یو شمېر برخو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو هوکړه وکړه.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال پر مشرۍ پلاوی د دوشنبې پر ورځ ( د وري شپږمه) کابل ته راغی او د سې شنبې پر ورځ یې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د سې شنبې د ورځې په لیدنه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امیر خان متقي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستيال سره په ليدنه کې د ټرانزيټي ستونزو او د هغوى د حل په اړه ” تفصيلي” خبرې وکړې.

هغه زیاته کړې، چې خرم اغا ژمنه وکړ، چې د ټرانزیټي ستونزو د حل لپاره به ژر تر ژره یوه حل‌لار ومومي.

دغه پاکستاني پلاوی د افغانستان پر دوه ختیځو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر رسمي بلنه کابل ته سفر کړی دی.

Trending

Exit mobile version