تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان په سویدن کې قرآنکریم ته د سپکاوی غندنه وکړه
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په سویدن کې د قرآنکریم توهین پر کلکو ټکو غندلی او د دغه هېواد له حکومت څخه یې غوښتي، چې د دغه ناوړه عمل عاملین مجازات کړي.
اسلامي امارت د سویدن له حکومته غوښتي، چې د دا ډول پاروونکیو او اسلام ضد کړنو مخه ونیسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې د قرآنکریم دغه سپکاوي غندلی او څرګندوي، چې دې اسلام ضد او پاروونکی عمل د ټولې نړۍ د مسلمانانو احساسات زیانمن کړي دي.
دغه راز ټینګار کوي، چې دا ډول کړنې د بیان او نظر د آزادۍ د حق په چوکات کې نه راځي.
په دې اعلامیه کې راغلي: د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې؛ د بیان په آزادۍ کې د کرکې ډک بیان او تاوتریخوالي ته د خلکو هڅول نشته.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدا راز له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د اسلاموفوبیا، زینوفوبیا، تعصب او د مذهب یا افرادو د عقیدې پر بنسټ د تاوتریخوالي د هڅولو پر وړاندې ګډ هوډ وښيي او د مذهبونو تر منځ د هماهنګۍ او سوله ییز ژوند د پراختیا لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دنمارک د افراطي ګوند سترام کورس مشر راسموس پالودان د شنبې پر ورځ (د سلواغې لومړۍ نېټه) په سویدن کې د ترکیې د سفارت مخې ته قرآنکریم وسوځاوه او امنیتي ځواکونو یې امنیت نیولی و.
په همدې حال کې انقرې د دغه اقدام په غبرګون کې ترکیې ته د سویدن د دفاع وزیر پاول جانسن سفر لغو کړ.