لوبی

افغانستان بنګله دېش ته د شارجې په تاریخي لوبه کې ماتې ورکړه

افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په وروستي اوور کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو ۲۳۵ منډې یې جوړې کړې.

Published

on

افغانستان د چارشنبې پر ورځ ( د لړم شپاړلسمه ) په شارجه کې د محمد نبي پر ۷۹ توپونو د ۸۴ منډو او د الله محمد غضنفر د ۶ ویکټو پر ملتیا د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش ته د ۹۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په وروستي اوور کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو ۲۳۵ منډې یې جوړې کړې.

بنګله دېش د ۲۳۶ منډو هدف د څارلو په بهیر کې پر ۱۴۳ منډو وسوځېد او خپل وروستي اته لوبغاړي یې پر ۲۳ منډو له لاسه ورکړل.

افغانستان د ۵ لوبغاړو پر سوځېدو ۷۱ منډې کړې وې، چې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۵۲ منډې وکړې او نبي په ۴۹.۴ اورونو کې ۲۳۵ منډې جوړې کړې.

بنګله دېش د هدف د ترلاسه کولو لپاره ښه وځلېد او د دوه لوبغاړو پر سوځېدو يې ۱۲۰ منډې جوړې کړې؛ خو د محمد نبي له ښې ملګرتيا وروسته يې توپ‌وهنه له ستونزو سره مخ شوه.

له دې لوبې سره شارجه په نړۍ کې لومړنی ځای شو، چې د ۳۰۰ یو ورځنیو لوبو کوربتوب کوي.

د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ به بله لوبه د راتلونکې شنبې پر ورځ ترسره شي.

(Reuters)

Trending

Exit mobile version