لوبی
افغانستان بنګله دېش ته پر ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه
دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د شل اوریز نړیوال جام نیمهپایلوبې ته لار مومي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن (د چنګاښ پر پېنځمه) د ویسټ انډیز د شل اوریز نړیوال جام د اته غوره لوبډلو په پړاو کې بنګلدیش ته د ۸ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګلهدېش پر وړاندې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۵ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۱۵ منډې جوړې کړې او بنګلهدېش ته یې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام د اته غوره لوبډلو په پړاو کې د بنګلدیش ۸ لوبغاړي وسوځول.
د بنګلهدېش لوبډله د لوبغاړو پر سوځېدو دې هدف ته ونه رسېده او افغانستان د اتو منډو پر توپیر د بنګلهدېش پر ماتولو د شل اوریز نړیوال جام نیمهپایلوبې ته لار پیدا کړه.
دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د شل اوریز نړیوال جام نیمهپایلوبې ته لار مومي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له دې مخکې هم اسټرالیا ته د ۲۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه، چې دا د ۲۰۲۴ کال په ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستره بریا بلل کیږي.
آریانا او آریانا نیوز ټلویزیوني شبکو نیمه پایلوبې ته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بریا جشن ونمانځه او لوبغاړو ته یې د نورو بریاوو هیله وړاندې کړه.
دا سیالۍ په افغانستان کې د آریانا ګلوبل تلویزیون له لارې په ژوندۍ او قانوني توګه خپریږي.
لوبی
په افغانستان فوټسال لیګ کې صداقت او ظاهراسد لوبدلو د پنجشنبې لوبې وګټلې
په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوال کولی شي د دې لیګ د څلورم پړاو د دوهیمې نیمایي پیل پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه په آریانا ټلویزیون کې وګوري.

د افغانستان فوټسال غوره لیګ د څلورم پړاو د دوهیمې نیمایي په پنځوسمه لوبه کې صداقت افسي پنجشیر ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه.
په نننۍ یوپنځوسمه لوبه کې ظاهراسد افسي دیار سنايي ته د ۳ پر ۱ ماتې ورکړه.
سبا (جمعه د چنګاښ شلمه) په دوهپنخوسمه لوبه کې آریا فورج او اتحاد افسي سیالي کوي.
په دريپنځوسمه لوبه کې نورزاد افسي به له جوانان میهن سره مخ شي.
په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوال کولی شي د دې لیګ د څلورم پړاو د دوهیمې نیمایي پیل پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه په آریانا ټلویزیون کې وګوري.
لوبی
په افغانستان فوټسال لیګ کې اتهڅلوېښتمه لوبه مساوي او نههڅلوېښتمه هغه نورزاد وګټله
په نننۍ نههڅلوېښتمه لوبه کې نورزاد افسي لوبډلې امید افسي ته ۴ پر صفر ماتې ورکړه.

لوبی
افغان کرکټ لوبڅار بسم الله جان شینواری د ۴۱ کلونو پر عمر ومړ
د افغانستان کرکټ بورډ د هغه مړینه لویه او نه جبرانېدونکې ضایعه بولي او د شینواري کورنۍ، خپلوانو او خواخوږو ته یتسلیت وړاندې کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې؛ لوبڅار بسم الله جان شینواری تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ د هغه مړینه لویه او نه جبرانېدونکې ضایعه بولي او د شینواري کورنۍ، خپلوانو او خواخوږو ته یې تسلیت وړاندې کوي.
د کرکټ بورډ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بسم الله جان شینواري د لوبځار په توګه د خپلو بریاليو هڅو پر مهال په ۳۴ نړیوالو یو ورځنیو (ODI) ۲۶ نړیوالو شل اوریزو (T20) ۳۱ فرسټ کلاس، ۵۱ لیست A لوبو او ۹۶ کورنیو شل اوریزو لوبو کې د لوبڅارۍ دنده ترسره کړې ده.
د کرکټ بورډ چارواکو د دې سترې ضایعې په اړه د ژورې خواشینۍ څرګندولو تر څنګ د کرکټ په وده او پراختیا کې د شینواري له ارزښتناک رول او مسلکي خدماتو ستاینه کړې ده.
اروا ښاد شینواری د افغانستان یو له تجربه لرونکو لوبڅارانو څخه و، چې په خپل پېر کې یې د ملي او نړیوالو سیالیو لوبڅاري کړې ده.
ټاکل شوې، چې ارواښاد شینواری نن له غرمې مخکې د ننګرهار ولایت په سپين غر ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
د کال تر پایه ممکن یو میلیون نور افغانان هم له ایران څخه هېواد ته راستانه شي
-
د هوا حالاتو بدلونونه3 days ago
په اروپا کې د تودوخې له کبله ۲۳۰۰ کسان مړه شوي
-
نړۍ3 days ago
د ټرمپ د سوداګریزو تعرفو تر سیوري لاندې مارکو روبیو خپل آسیایي سفر پیل کړ
-
سوداگري4 days ago
د کال په لومړۍ ربعه کې افغانستان ته د ایران ناتېلي صادرات ۵۱۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي
-
تازه خبرونه2 days ago
د روغتیا نړیوالې ټولنې د افغان راستنېدونکو ترمنځ د ساري ناروغیو له خپرېدو خبر ورکړ
-
لوبی4 days ago
افغان کرکټ لوبڅار بسم الله جان شینواری د ۴۱ کلونو پر عمر ومړ
-
تازه خبرونه3 days ago
په هېواد کې د اداینې د برښنایي کولو لپاره هڅې روانې دي – د افغانستان بانک
-
تازه خبرونه4 days ago
بیات بنیاد د هرات په اسلامکلا پوله کې زرګونو کډوالو ته مرستې ووېشلې