سوداگري
افغانستان بهرنیانو ته د پانګونې جنت دی
عزیزي زیاته کړې، چې د دې سفر ترټولو اړینه لاسته راوړنه د همکاریو پراخولو لپاره د افغانستان او هند د خصوصي سکټورونو ګډه اراده ده. یوه داسې اراده، چې پر وینا یې د دواړو هېوادونو د اقتصادي راتلونکي بنسټونه به پیاوړي کړي.
هند ته د خپل رسمي سفر پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هېواد نوي اقتصادي چاپېریال ته په نغوته کې ویلي؛ افغانستان د بهرنیو سوداګرو او شرکتونو لپاره د “پانګونې جنت” دی.
عزیزي زیاته کړې، چې د دې سفر ترټولو اړینه لاسته راوړنه د همکاریو پراخولو لپاره د افغانستان او هند د خصوصي سکټورونو ګډه اراده ده. یوه داسې اراده، چې پر وینا یې د دواړو هېوادونو د اقتصادي راتلونکي بنسټونه به پیاوړي کړي.
هغه وایي: “د هند خصوصي سکټور په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دی. هغو مخکې هم له افغانستان سره کار کړی او نن ډېر فرصتونه، لوړ عاید او په هېواد کې د لویو شرکتونو د جوړولو فرصت رامنځته شوی دی.”
د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د ټینګار له مخې؛ په افغانستان کې د سولې، ثبات او اداري نظم په رامنځته کېدا د پانګونې لارې ساده شوي او د جوازونو او اسنادو اړوند ټولې مسلې “په بشپړ ډول حل او تنظیم شوي دي.”
عزیزي ویلي: “نن افغانستان د پانګونې لپاره یو غوره ځای دی او مونږ یې د پانګونې جنت ګڼو.”
دا سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې هند د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو ونډهوالو څخه دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو زیاتېدا کولی شي په راتلونکي کې د لویو صنعتي او ټرانزیټي پروژو لپاره لار اواره کړي.
سوداگري
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې د سېشنبې پر ورځ تر سره شوې؛ د دې ادارې عمومي رییس سید کریم هاشمي په افغانستان کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او د سوداګرۍ او پانګونې خونې پورې اړوند مسلو په اړه بحث وکړ او په اقتصادي سکټورونو کې یې د بهرنیو پانګوالو پر جذب ټینګار وکړ. هغه له بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل، چې د بهرنیو پانګوالو لپاره ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره وکتل او د سوداګرۍ پر بېلابېلو مسلو یې بحث او خبرې کړې دي.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې د سېشنبې پر ورځ تر سره شوې؛ د دې ادارې عمومي رییس سید کریم هاشمي په افغانستان کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او د سوداګرۍ او پانګونې خونې پورې اړوند مسلو په اړه بحث وکړ او په اقتصادي سکټورونو کې یې د بهرنیو پانګوالو پر جذب ټینګار وکړ. هغه له بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل، چې د بهرنیو پانګوالو لپاره ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.
د بهرنیو چارو وزیر د دوی له وړاندیزونو هرکلی کړی او ژمنه کوي، چې د بهرنیو چارو وزارت به د سوداګرۍ او ټرانزیټ په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي توګه د بهرنیو پانګوالو لپاره د ډېرو آسانتیاوو په رامنځته کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
سوداگري
په افغانستان کې د مسلکي کارګرو لپاره د وړتیاوو د تثبیت بهیر پیل شو
د دې وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وایي؛ د دغه وزارت په تشکیلاتي جوړښت کې د کاري وړتیاوو د تثبیت ریاست رامنځته شوی، چې نه یوازې د کار بازار د ښه تنظیم لپاره دندې ارزوي، بلکې له دې لارې په بېلابېلو مسلکونو کې د هېوادوالو وړتیاوې تثبیت او کاري سندونه هم ورکوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبرې شوې خبرپاڼې له مخې: هغه مسلکي کارګران، چې رسمي اسناد نلري؛ د اسنادو د ارزونې لپاره یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د وړتیاوو د تثبیت بهیر پیل کړی دی.
دغه راز ویل کیږي، چې یاد ریاست د کار په موندلو کې هم له خلکو سره مرسته کوي.
سوداگري
له ایران سره سوداګري لرونکي هېوادونه به له ۲۵ سلنې تعرفې سره مخ شي – ټرمپ
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته شوي، چې واشنګټن په ایران کې د بدلونونو په اړه خپل غبرګون په پام کې نیولي. په داسې حال کې، چې په وروستیو کلونو کې ایران د حکومت پر وړاندې له ټولو پراخه لاریونونه لیدلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ هر هغه هېواد، چې له ایران سره سوداګري کوي امریکا به یې پر سوداګرې ۲۵ سلنه تعرفې ولګوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته شوي، چې واشنګټن په ایران کې د بدلونونو په اړه خپل غبرګون په پام کې نیولي. په داسې حال کې، چې په وروستیو کلونو کې ایران د حکومت پر وړاندې له ټولو پراخه لاریونونه لیدلي دي.
ټرمپ په “ټروت پاڼه کې” لیکلي: ” سر له اوس څخه هر هغه هېواد، چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره سوداګري کوي؛ د امریکا ۲۵ سلنه تعرفه به مني.”
دغه راز ټرمپ د ایران پر مشرانو فشار زیات کړی او حتا د پوځي اقدام ګواښ یې هم کړی دی.
په هرحال سپینې ماڼۍ تر دې دمه په خپله ویب پاڼه کې پدې اړه کوم رسمي سند ندی خپور کړی او دا هم روښانه نده، چې ټرمپ د کوم قانوني واک له مخې غواړي دا تعرفې ولګوي یا آیا دا اقدام به د ایران ټول سوداګریز شریکان راونغاړي؟!
ایران، چې د تېلو صادروونکو هېوادونو ټولنې (OPEC) غړی دی؛ له کلونو راپدېخوا د امریکا تر سختو بندیزونو لاندې دی. دا هېواد خپل ډېری تېل چین ته صادروي؛ ترکیه، عراق، متحده عربي امارات او هند یې هم سوداګریز شریکان دي.
په واشنګټن کې د چین سفارت د ټرمپ پر روان چلند نیوکه کړې او څرګندوي، چې بیجینګ به د خپلو ګټو د ساتنې لپاره “ټولې اړینې هڅې” تر سره کړي.
د بشري حقونو ډلې هرانا د څرګندونو له مخې: ایران، چې د سختو اقتصادي ستونزو او د رژیم پر ضد د خلکو د پراخو لاریونونو له څپې سره مخ دی؛ له تېرو دوه اوونیو راپدېخوا په کې د ۶۹۹ کسانو مړینه تائید شوې، چې ۵۱۰ لاریون کوونکي او ۸۹ نور امنیتي پرسونل دي. دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ له ایراني چارواکو سره د خبرو داډ هم ورکړی دی.
په هرحال؛ سپینې ماڼۍ ټینګار کړی، چې ډیپلوماسي د امریکا د ولسمشر لومړی انتخاب پاتې دی.
-
تازه خبرونه2 days agoافغان او انډونیزیایي استازیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
روغتيا2 days agoد روغتیا وزارت مرستیال له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد خیبر پښتونخوا والي پخپل وزیر اعلی نیوکه وکړه
-
سوداگري2 days agoپه افغانستان کې د مسلکي کارګرو لپاره د وړتیاوو د تثبیت بهیر پیل شو
-
نړۍ2 days agoاسرائیلو او څو عربي هېوادونو پر ایران د برید نهکولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري4 days agoپه کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
-
تازه خبرونه2 days agoعبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوي رییس شو
-
تازه خبرونه2 days agoروسیه او امریکا اوسمهال د افغانستان په اړه هیڅ اړیکه نلري- کابلوف
