تازه خبرونه
افغانستان ته د ایران یو ۱۱ کسیز پلاوی راغلی
ایراني رسنیو افغانستان ته د یوه ۱۱ کسیز ایراني پلاوي له سفر خبر ورکړی دی.
د ایلنا خبري آژانس د خبر له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د اوبو حق مو له افغانستان سره د خبرو اترو یوه اړینه موضوع ده.
نوموړي زیاته کړې: مونږ دوه ګاونډ هېوادونه یوو؛ پر بېلابېلو کچو تګ راتګ لرو او اړینه نهده، چې د رسنيو تر پوښښ لاندې راشي. مونږ له افغانستان سره بېلابېل موضوعات لرو او د اوبو مسله مو یوه له هغو مسلو ده، چې مونږ ورته پوره پاملرنه کوو.
ایراني چارواکو تل اسلامي امارت د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ لمریز هجري کال له تړون څخه پر سرغړونه تورن کړی دی.
اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې د اړوند تړون له مخې د ایران د اوبو حق ته ژمن يوو؛ خو افغانستان اوس پوره اوبه نهلري.
شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د ایران د ولسمشر حقوقي مرستیال ویلي وه، چې د هلمند په اوبو کې مو له اسلامي امارت سره د حق په اړه خبرو اترو پایله لرلې او د ایران بهرنیو چارو او انرژۍ وزارتونه مثبتې پایلې ته رسېدلي دي.
