تازه خبرونه
افغانستان ته د بشري ځواک د رالېږلو په اړه د عمران خان له خبرو ناسم تعبیر شوی – ا.ا
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان غوښتي، چې د بشري ناورین د اواري لپاره دې افغانستان ته بشري ځواکونه ولېږل شي.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په ډاګه کړې؛ لومړي وزیر اړوند چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې له دوستو هېوادونو سره پر دوه اړخیزو همکاریو غور وکړي او همدارنګه وړ او روزل شوي افراد په ځانګړي توګه د طب، معلوماتي ټکنالوژۍ، مالیې او حسابدارۍ په برخو کې افغانستان ته د یوه بشري ناورین د مخنیوي لپاره ولیږي.
په ورته وخت کې اسلامي امارت د ځینو رسنیو څرګندونې په دې اړه ناسم تعبیر بولي او وايي؛ پاکستانيو چارواکو پر ګاونډ هېوادونو غږ کړی، چې له افغانانو سره مرسته وکړ؛ نه دا، چې دا هېواد افغانستان ته بشري ځواک رالیږي.
د اسلامي امارت د ویاند د مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي؛ نن سبا په نړۍ کې د مسلکي کسانو تګ راتګ یوه عادي خبره ده او که له افغانستان سره په دې برخه کې د ګاونډ هېوادونو مرسته وشي، کومه ستونزه به نه وي.
یو شمېر خلک پدې باور دي، چې پاکستان تل د افغانستان په اړه دوه مخی سیاست کړی او تل یې د افغانستان له جغرافیې څخه د ځان په ګټه کار اخیستی دی.
د کابل اوسیدونکی نعمت الله امیري آریانا نیوز ته ویلي؛ د پاکستان کار د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده. د افغانستان یو وګړی هم نه غواړي، چې بهرني ځواکونه مو هېواد ته راشي.
د ځینو څرګندونو له مخې؛ پاکستان د افغانستان یو له هغو ګاونډیانو څخه دی، چې له خپل ۷۴ کلن پیدایښته راپدیخوا د افغانستان په اړه له خلکو او حکومتونو سره په سیاست کې ښکېل پاتې دی.