تازه خبرونه
افغانستان ته د شخصي پیسو د لیږد اجازه ورکړ شوه
د امریکا خزانې وزارت پرون (جمعه د لیندۍ ۱۹) اجازه ورکړې، چې له مخې یې افغانستان ته شخصي پیسې رااستول کیږي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د دې جواز له مخې افراد او مالي بنسټونه کولی شي اسلامي امارت ته، چې د امریکا له بندیزونو سره مخ دی؛ پیسې راولیږي، ځکه افغانستان له ژور بشري بحران او اقتصادي ناورین سره مخ دی.
دا سپارښتنه د اسلامي امارت او حقاني شبکې مشرانو ته، چې د امریکا په تور نوملړ کې ساتل شوي اجازه ورکوي، چې افغانستان ته غیر سوداګریزې او شخصي پیسې راولېږدوي.
د امریکا خزانې وزارت یوه ویاند ویلي؛ دا جواز د مالي موسسو لپاره شته لارښوونې تائیدوي، چې له مخې یې دا ډاډ ترلاسه شي، چې افراد کولی شي په افغانستان کې خپلو کورنیو ته پیسې واستوي.
په افغانستان کې د کورنیو د اقتصاد یوه برخه د شخصي پیسو له لارې تمویلیږي.
له دې مخکې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیون وګړي په فقر او لوږه کې ژوند کوي.