سوداگري

افغانستان ته د پاکستان راغلی پلاوی پر اقتصادي همکاریو خبرې کوې

Published

on

(Last Updated On: وری ۶, ۱۴۰۳)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته پر دوه ورځیني سفر راغلي، چې موخه یې د اقتصادي اړیکو پراختیا او پر شته اقتصادي ستونزو خبرې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندازده ویلي؛ د پاکستان سوداګرۍ وزارت یوه پلاوی کابل ته پر دوه ورځني سفر راغلي، چې په دې دوه ورځو کې به د دواړه هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پره پراختیا او د ستونزو پر حل له افغان لوري سره خبرې وکړي.
د خصوصي سکټور غړي هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ دا ډول سفرونه د سوداګرۍ د ودې لپاره اغېزمن بولي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مسوولان وايي، چې په تېرکال کې مو اقتصادي اړیکي له ګڼو ستونزو سره مل وې. هیله ده، چې دواړه لوري وکولی شي د اقتصاد، سوداګرۍ او ترانزیټ پر وړاندې اوسنۍ ستونزې اوارې کړي.
د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګرۍ خونې اجرائیه رییس نقیب الله ساپي ویلي؛ زه فکر کوم، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دا ډول ناستو او مسوولینو سفرونه کولی شي اوسنیۍ اقتصادي ستونزې کمې کړي.
د خصوصي سکټور دغړیو د څرګندونو له مخې؛ د پاکستاني لوري دا سفر دا سې مهال تر سره کیږي، چې تېر کال د پاکستان له‌خوانه د افغان سوداګرو د ټرازیټ پر وړاندي شپږ ځلي د لارو د تړل کیدو ترڅنګ د سوداګرۍ په حجم کې د پام وړ کموال رامنځته شو.
کارکاپوهان په دې باور دي، چې پاکستان د چل له سیاست څخه کار اخلي او کله، چې د افغانستان د میوو د صادارتو موسم وي په یوه بهانه لارې وتړي او کله، چې د دوی د ګټې وخت وي اړیکې بېرته عادي حالت ته را ولي.

Trending

Exit mobile version