تازه خبرونه

افغانستان ته د پاکستان له دیني مدرسو نور ۱۵۰۰۰ وسلوال راروان دي – حمد الله محب

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱, ۱۴۰۰)

د افغانستان د ملي امنیت شوری سلاکار حمدالله محب ویلي؛ د حکومت معلومات ښيي؛ شونې ده، چې د پاکستان له دیني مدرسو ۱۵۰۰۰ نور وسلوال هم افغانستان ته مخه وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شوری سلاکار حمدالله محب بریټانیا ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د پوځ له لوی درستیز او نورو چارواکو سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کوي.

ده سکای نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې پاکستان له افغان طالبانو پوځي، مالي او عاطفي ملاتړ کوي. بریټانیا ته د ملي امنیت شوری سلاکار په داسې حال کې تللی، چې دا هېواد هڅه کوي د کابل او اسلام آباد اړیکې ورغوي.

حمدالله محب ویلي، چې طالبان پر القاعده سربېره له ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پالي او ان له داعش سره ځينې یو ځای شوې ډلې له طالبانو سره همکاري کوي.

د محب د څرګندونو له مخې؛ طالبان د سولې خبرې د پوځې اهدافو لپاره د وسیلې په توګه کاروي.

هغه وایي: افغانستان ته د پاکستان له مدرسو لس زره طالبان راغلي دي.

طالبان وايي، چې هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد په خلاف وکاروي؛ خو محب وايي، چې طالبانو له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړې ندي.

حمد الله محب زیاته کړې؛ د ازبکستان اسلامي تحریک له طالبانو سره همکاري کوي، خو له داعش سره یې بیعت کړی دی. دا درې واړه ډلې د افغانستان په بې ثباتۍ کې لاس لري او نشو کولی دا ډلې له یو بله جلا وګڼو. حکومت څو ځله په د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د القاعده غړي ونیول، چې ښيي طالبان له القاعده سره اړیکې لري.

طالبان پر افغان حکومت تور لګوي، چې د سولې نیت نلري؛ خو حمدالله محب وايي، چې طالبان سوله نه غواړي.

نوموړي څرګنده کړې؛ مونږ د طالبانو لخوا د جدي خبرو شاهد نه یو. دوی غواړي دا خبرې د خپلو پوځي موخو لپاره د وسیلې په توګه وکاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې وروستیو کې له حکومته ډېرې سیمې ونیولې او د افغان ځواکونو اکمالات یې ځینو سیمو له ننګونې سره مخ کړي هم دي.

Trending

Exit mobile version