تازه خبرونه
افغانستان دې له نشهیي توکو سره په مبارزه کې پرېکنده عمل وکړي – ایران
دې چارواکي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په تهران کې د افغانستان کورنیو چارو وزارت د مرستیال ملا عبدالحق اخوند همکار پر مشرۍ د افغانستان له یوه پلاوي سره د کتنې پر مهال وکړې.
د ایران کورنیو چارو وزارت مرستیال علي اکبرپور جمشیدیان د نشهیي توکو د کښت او پلور له بندیز ستاینه وکړه؛ خو له هېواده یې وغوښتل، چې د دغو توکو پر وړاندې په مبارزه کې پوره هڅې وکړي.
دې چارواکي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په تهران کې د افغانستان کورنیو چارو وزارت د مرستیال ملا عبدالحق اخوند همکار پر مشرۍ د افغانستان له یوه پلاوي سره د کتنې پر مهال وکړې.
اکبرپور جمشیدیان ټینګار وکړ، چې ایران له اوږدې مودې راپدېخوا له افغانستان سره نږدې اړیکې لري او د تهران هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د همکارۍ او تعاملاتو پیاوړتیا ده.
هغه د حقآبې په اړه هم خبرې وکړې او څرګندوي: “څرنګه، چې دواړه خواوې د ننګونو حل کولو ته لېواله دي؛ کولی شوو دا ستونزه حل کړو، چې په امنیتي او اقتصادي برخو کې د همکاریو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.”
هغه همدارنګه د ایران او افغانستان د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو او د پاکستان د دغو توکو ضد ځواک ترمنځ د همکارۍ د پراخولو وړاندیز وکړ، چې د مخدره توکو له قاچاق سره په اغېزمنه توګه مبارزه وشي.
نوموړی وایي: “نن د نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې جګړه یوه علمي هڅه ده. د مبارزې دودیزې لارې نور کار نهکوي. له نېکه مرغه د ایران د نشهيي توکو ضد پولیس پرمختللو تجهیزاتو او روزنې سمبال دي.
هغه زیاته کړې: “ایران کولی شي خپلې تجربې او تخصص له افغانستان سره شریک کړي.”
ملا عبدالحق اخوند همکار په خپل وار وویل، چې په تېرو ۴۵ کلونو کې د کوکنارو پر کښت او د نشهیي توکو سوداګرۍ هیڅ محدودیت نه و؛ خو اوس یې بدلون کړی دی.
هغه ويلي، چې دواړه هېوادونه کولی شي د کوکنارو د کښت د بدلولو له لارې همکاري زیاته کړي.
