Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان دې پر پاکستان د اورپکو د بریدونو مخه ونیسي ـ شهباز شریف

خپور شوی

د

د پاکستان لومړي وزیر له اسلامي امارته وغوښتل؛ د اورپکو د راتېرېدو پر مخنیوي سربېره دې پر پاکستان د هغو بریدونو مخه ونیسي، چې په روانه اوونۍ کې يې د سرحدي سیمې لسګونه کسان ووژل.

د یکشنبې پر ورځ د باجوړ په اړوند سیمه کې د دیني عالم مولانا فضل الرحمن د پلویانو پر ټاکنیزې  غونډې ځانمرګی برید وشو، چې له کبله یې لسګونه کسان ووژل شول.

د سې شنبې پر ورځ هغه وخت، چې یو سخت ټپي په روغتون کې ومړ؛ نو ورسره د اړوند چاودنې له کبله د مړو شمېر ۵۵ ته پورته شو.

اسوشیتید پرس خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د میشتې اسلامي دولت ډلې (داعش) یوې څانګې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، وسله‌وال په افغانستان کې د پټنځایونو لټه کوي؛ هلته بیا تنظیمیږي او بیا وسله‌وال کیږي او بیا د حکومت ضد بریدونو لپاره پاکستان ته راننوځي.

دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې که افغان چارواکي په پاکستان کې د مخ پر زیاتېدونکیو بریدونو مخه نیولی نه‌شي؛ نو پاکستان کولی شي، چې په افغانستان کې د پټو وسله‌والو پر ضد “د ځان د دفاع” لپاره اقدام وکړي.

بوتو زرداري خبريالانو ته ويلي: په دې اړه، چې پاکستان هلته (افغانستان ته) ځي او د دغو ترهګرو پر ضد اقدام کوي څرګنده کړې؛ مونږ نه غواړو د زور له لارې دا کار شي، خو د نړيوال قانون له مخې مونږ د ځان د دفاع حق لرو.

نوموړي زیاته کړې: که پر مونږ دا ډول بریدونه روان وي او مناسب ځواب ورنه‌کړ شي؛ مونږ اړ کیږو، چې دا کار وکړو. زه فکر نه کوم، چې دا باید مونږ ته لومړیتوب ولري.

هغه ويلي: زمونږ غوراوی به دا وي؛ هلته [په کابل کې] د لنډمهالي حکومت له چارواکو غواړو، چې د هغوی پر ضد اقدام وکړي.

زرداري زیاته کړې: که دوی کومې مرستې ته اړتیا ولري؛ نو زه فکر کوم، چې پاکستان باید د دوی مرستې ته چمتو وي.

افغان چارواکو تل هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې اورپکو ډلو ته له خپلې خاورې پر نورو هېوادونو بریدونو ته اجازه ورکوي.

تازه خبرونه

په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران

ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»

Published

on

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی امیر سعید ایرواني ويلي؛ په افغانستان کې د ټولو خلکو استازیتوب کوونکي حکومت جوړول د دې لپاره اړین دي، چې جګړه بیا رامنځته نشي.

ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»

دغه ایراني ډیپلومات همداراز ټینګار کړی؛ له اوسنیو افغان چارواکو سره د هغو بشري او اقتصادي بحرانونو د حل لپاره معنا لرونکې خبرې او عملي تعامل اړین دی، چې د افغانستان او سیمې ثبات ګواښي.

نوموړي زیاته کړې: بشري مرستې باید هیڅکله سیاسي نشي، بندیزونه باید د اقتصادي ثبات یا پراختیا پر وړاندې خنډ جوړ نکړي او د افغانستان هغه ملي شتمني، چې په بهر کې کنګل شوې باید ژر تر ژره آزادې او د افغانانو بېړنۍ اړتیاوې پوره شي.

ایراني استازي د افغان نجونو او ښځو پر وضعیت هم اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل، چې پر هغو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.

ایرواني همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو امنیتي پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او څرګندوي؛ د ایران امنیت د دواړو ګاونډیانو له امنیت سره په نه بېلېدونکي توګه تړلی دی.

هغه ویلي: «د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ یا د ګاونډ هېوادونو پر ضد د تاوتریخوالي پر مرکز بدله نشي او واکمن چارواکي باید د ترهګرو ډلو له هر ډول ملاتړ د مخنیوي بشپړ مسوولیت پر غاړه واخلي.»

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د افغانستان اوسنی حکومت ټولګډونه بولي او وايي، چې د ښځو او نجونو حقونه د شریعت له مخې رعایتېږي او اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ

د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.

Published

on

د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.

د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.

په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نه‌کوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.

د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنه‌کړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.

دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بې‌ساري کچې ته لوړ شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملي امنیت په تامین کې د ځانګړو پولیسو هڅې وستایل شوې

په دې غونډه کې د ځانګړو ځواکونو قومندان امین جان د کورنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ د دغو ځواکونو لاسته راوړنې او د سیمینار جزئیات وړاندې کړل.

Published

on

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ځانګړو پولیسو د روزنیز سیمینار په وروستۍ غونډه کې، چې د عملیاتي مهارتونو او اجرائیوي وړتیاوو د ښه‌والي لپاره ترسره شوه؛ ګډون وکړ او د پولیسو هڅې یې وستایلې.

په دې غونډه کې د ځانګړو ځواکونو قومندان امین جان د کورنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ د دغو ځواکونو لاسته راوړنې او د سیمینار جزئیات وړاندې کړل.

هغه ټینګار وکړ، چې هوښیار مشرتابه او د ځواکونو اطاعت د هېواد د امنیت په تامین کې د دې واحدونو د بریالیتوب عوامل دي.

د کورنیو چارو وزیر د خپلې وینا په یوه برخه کې د ملي امنیت او د هېواد د ثبات په تامین کې د ځانګړو ځواکونو له هڅو ستاینه وکړه او وایي، چې د دې ځواکونو بریالیتوبونه او وړتیاوې نه یوازې د ملګرو له‌خوا، بلکې د دښمنانو لخوا هم منل شوي دي.

دغه راز حقاني د ځانګړو ځواکونو چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې اخلاص، عاجزي او احتیاط رعایت کړي او د اسلامي نظام د ساتنې او د خلکو د خدمت لپاره خپلې فزیکي او معنوي وړتیاوې وکاروي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!