تازه خبرونه
افغانستان دې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ښځو او نجونو د ورتګ پر بندیز بیا غور وکړي
د م.م عمومي منشي انتونیو ګوترش د جنورۍ د ۲۴ پر مناسبت، چې د پوهنې نړیواله ورځ ده؛ په خپل تویتر پیغام کې له اسلامي امارته غوښتي، چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو د ورتګ پر بندیز بیا غور وکړي.
انتونیو ګوترش یو ځل بیا د نجونو پر زدهکړو بندیز غندلی او ویلي یې دي؛ هغه وخت راغلی، چې ټول تبعیضي قوانین او کړنې پای ومومي او زدهکړو ته لاسرسی رامنځته شي.
د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي ادارې (یونسکو) د نړۍ له خلکو غوښتي، چې له زدهکړو بې برخې افغان نجونو او ښځو سره خواخوږي وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وایي: زه په ځانګړي توګه د افغانستان له واکمنو چارواکو غوښتنه کوم، چې ثانوي زدهکړو ته د نجونو د لاسرسي بندیز لرې کړي. زه هغه هېوادونه هم هڅوم، چې د دې ټولنې د راتلونکیو غونډو په سر کې ښوونې او روزنې ته ځای ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو د ملګرو ملتونو د بشري چارو له مرستیال مارتین ګریفیتس سره په کتنه کې ویلي، چې بشري مرستې باید مشروطې نه وي.
تازه خبرونه
تحول: د اسلامي امارت له لوري د درې پاکستانيو بندیانو خوشې کېدا
تازه خبرونه
د هېواد د دفاع لپاره د ځواکونو تجهیز او چمتووالی مو کاري اړتیا ده – لوی درستیز
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت له دې مخکې هم په سختو او حساسو شرایطو کې خپل ځواکونه چمتو او مجهز کول.
\د افغانستان وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز فصیحالدین فطرت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ۱۵۳ منسوبینو د فراغت په مراسمو کې ټینګار کړی؛ د هغو کسانو پر وړاندې چمتووالی اړین دی، چې د اسلامي نظام اتحاد، اتفاق، هیبت او د مسلمانانو پت زغملی نشي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت له دې مخکې هم په سختو او حساسو شرایطو کې خپل ځواکونه چمتو او مجهز کول.
د افغانستان ملی دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد د وسلهوالو ځواکونو چمتووالی او تجهیز پر مسلمانانو فرض دی او د افغانستان اسلامي امارت پخوانیو مسوولانو هم تل هڅه کړې، چې خپل مجاهدین پر هر راز شرایطو کې چمتو وساتي.
د ملي دفاع وزارت مسوولانو ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تل د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د خپلو ځواکونو پر هر اړخیز چمتووالي پام ساتي.
دغه مراسم د ۳۱۳ مرکزی قول اردوی د ښوونیز مرکز د اتم پداړ لپاره جوړ شوي وه، چې د ۱۵۳ منسوبینو پر فراغت ترسره شول.
تازه خبرونه
قزاقستان او ازبکستان له افغانستان سره پر سیمه ییزو اړیکو ټینګار څرګند کړ
د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي، چې هېواد یې پخوا افغانستان ته د یو ګواښ پر سترګه کتل؛ خو اوس ورته د یوه فرصت پر سترګه ګوري.
د اقزاقستان پر کوربتوب د افغانستان په اړه د تماس سیمهییزې ډلې ځانګړې غونډه ترسره شوه، چې په کې د منځنۍ آسیا( قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان ) د هېوادونو استازو ګډون کړی و.
د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي، چې هېواد یې پخوا افغانستان ته د یو ګواښ پر سترګه کتل؛ خو اوس ورته د یوه فرصت پر سترګه ګوري.
هغه له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې قزاقستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د یوه پله حیثیت لري.
د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف هم په دې غونډه کې ویلي، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه به ډېر ژر په افغانستان کې د ګډو پروژو پلي کولو او د سیمهییزې همکارۍ د پراخولو پر لوري حرکت وکړي.
دا غونډه د ګاونډ هېوادونو د هڅو ښکارندویي کوي، چې له افغانستان سره د همکارۍ فرصتونه ترلاسه او سیمهییز ثبات او پرمختګ پیاوړی کړي.
-
سوداگري2 days agoد تورخم لارې د بندېدا له کبله د پاکستان ورځنی زیان ۲ میلیون ډالر اټکل شوی
-
تازه خبرونه3 days agoوروستي سرحدي بریدونه له چین سره د اړیکو زیانمنولو یوه هڅه ده – تاجکستان
-
لوبی2 days agoافغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه1 day agoاسلامي امارت درې پاکستانيان د روژې پر درناوي خوشې کړل
-
تازه خبرونه2 days agoد منځنۍ آسیا استازو په قزاقستان کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoد بدخشان ولایت په زرشویي پروژو کې له یولک ډېرکسان کار کوي
-
سوداگري2 days agoافغانستان او اوزبکستان ۲۵ سوداګریزهوکړهلیکونو لاسلیک کړل
-
سوداگري2 days agoافغان لوړ پوړي پلاوي د اقتصادي او صنعتي همکاریو د غځولو لپاره بیلاروس ته سفر کړی
