تازه خبرونه
افغانستان د باثباته راتلونکي لپاره ښه فرصت لري- یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې څرګنده کړې، چې له څلور لسیزو جګړو راوروسته افغانستان یو ځانګړی فرصت لري، چې روښانه او ډېر باثباته راتلونکي ته ور وګرزي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز د پنجشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي؛ که څه هم بیسارې نړیوالې وبا ډېرې هغه ټولنیزې اقتصادي لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کړي، چې افغانانو په وروستیو کلونو کې تر لاسه کړي؛ خو دامهال د “هیلو د یوې څرګندیدونکې شېبې” په درشل کې دي.
نوموړې زیاته کوې؛ هغه “محتاطانه خوشبینه” ده، چي په راتلونکیو څو اوونیو کې به د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ د دوحې په کوربتوب خپلمنځيخبرې پیل شي.
هغې امنیت شورا ته په ډاګه کړه: دواړه خواوې فکر کوي، چې د خبرو بهیر کیدی شي اوږد او پېچلې وي؛ ما دوی وهڅول، چې د سولې لپاره باید ژمنتیا، نرمښت او اړین لرلید ولري او تر دې هم اړینه داده، چې د خبرو د بریالي کیدو لپاره پخپلو خلکو زړه سوی ولري.
لاینز، چي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشره ده وایي: د سولې د خبرو لپاره د یوه مناسب چاپېریال رامنځته کولو لپاره د تاوتریخوالي کمول اړین دي، چې تلپاتې اوربند ته درسیدو لپاره لاره اواره کړي.
دی د امنیت شورا ته دا ټینګار هم وړاندې کړ، چې ملګري ملتونه د مخامخ خبرو ملاتړ ته چمتو دي او له دواړو غاړیو سره خبرې کوي، چې د هغوی اړتیاوې په ګوته او رسیدنه ورته وشي.
د ملګرو ملتونو دې استازې د سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو ښکېلتیا ته په نغوته کې باوري شوه، چې د سولې بهیر لپاره رغنده فضا پیاوړې کیدی شي؛ خو کویډ۱۹وبا په افغانستان کې پر ورځني ژوند سیوری غوړولی دی.
هغې په ډاګه کړې: ملګري ملتونه د افغان حکومت تر مشرتابه لاندې د دغې وبا پرضد له همغږې مبارزې ملاتړ کوي.
دې د نړیوالې ټولنې د سخاوتمندانه مرستو دوام ته په نغوته کې وویل، چې دغه مرستې په څه ډول ملګرو ملتونو ته د دې وړتیا ورکوي، چې له افغان حکومت سره یوځای کویډ۱۹ وبا ته اړین ځواب ورکړي.
د سولې، کویډ۱۹ او وروستیو پرمختیاوو په اړه له خبرو وروسته، لاینز د بشري حقونو او بشري وضیعت پرمختیاوو وغږیده او د ډېرو افغانانو لپاره یې د ژوند د سختو واقیعیتونو او د افغانستان د جګړې د بشري تلفاتو په اړه په خبرو کې وویل، چې د ملکییانو په ځانګړي توګه ماشومانو ته پرلپسې زیانونه اوړي.
په پای کې لاینز څرګنده کړې، چې کویډ۱۹ نه یوازې روغتیايي بحران دی، بلکې “یو څو اړخیز ناورین دی، چې پر شړیدونکیو هېوادونو له ستونزو ډک اغېز لري.
“By working together, we can overcome #COVID19 and support #Afghanistan at the beginning of its nascent peace process so that its people can finally achieve the lasting peace they deserve.” – UN envoy @DeborahLyonsUN tells Security Council. More: https://t.co/4VUs83dcEC. pic.twitter.com/d0lnJkOrjZ
— UNAMA News (@UNAMAnews) June 25, 2020
هغې ویلي، چې د ګډ کار په پایله کې پر کویډ۱۹ لاس بري کیدی شو او له افغانستان سره د سولې د نوي بهیر په پیل کې مرسته کولی شو، چې خلک یې سولې ته ورسیږي او دا یې حق هم دی.
له همدا کبله ملګري ملتونه له افغانانو سره د دغو بیسارو ننګونو او ناهیلیو په درشل کې ملګرتیا ته روانه ساتي او د افغانستان خلک به د امنیت شورا لارښوونو، ملاتړ او یووالي ته ګوري؛ ځکه دوی د سولې په اړه د دې شورا د اوږدې لارې پر بنسټ خپل راتلونکی ویني.
دا په داسې حال کې ده، چې میرمن لاینز تېره اوونۍ په قطر کې له طالب مشرانو سره د سولې، بندیانو او خپلمنځي خبرو په اړه هر اړخیزې خبرې اترې هم تر سره کړي دي.