تازه خبرونه
افغانستان د بې پولې خبریالانو د نړیوال نوملړ په ۱۵۶ ځای کې شمېرل شوی
د بې پولې خبريالانو د مطبوعاتو د آزادۍ په نړيوال شاخص کې افغانستان څلوردېرش درجې راغورزېدلی او ۱۵۶ ځای ته راغلی دی.
د بې پولې خبریالانو ټولنې لخوا نن (سې شنبه د غویی ۱۳) یو راپور خپور شوی، چې په کې راغلي؛ پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته مطبوعاتي آزادي او امنیتي خوندیتوب په ځانګړي توګه ښځینه خبریالانو ته د ټینګار وړ پایلې لري.
د راپور له مخې، د افغانستان ۴۳ سلنه رسنۍ د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته په درې میاشتو کې ورکې شوې او له ۱۰۸۷۰ کسانو څخه، چې د اګست په لومړیو کې یې خبري کار کاوه؛ یوازې ۴۳۶۰ یې تر ډسمبره په دفترونو کې پاتې شول.
د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي، چې په رسنیو کې له هرو پېنځه ښځو څخه څلورو یې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
د دې ټولنې په راپور کې د رسنیو اقتصادي ننګونې هم پر ګوته شوې دي.
د بې پولې خبریالانو په نوملړ کې ناروې لومړی، ډنمارک، سویډن، اسټونیا، فنلنډ او ایرلنډ ورپسې ځایونه خپل کړي دي.
پاکستان، بنګله دېش، سعودي عربستان، مصر، سوریه، عراق، چین، ترکمنستان، ایران او شمالي کوریا د هغو هېوادونو په ډله کې دي، چې د افغانستان په پرتله ټیټ مقام لري.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال ذبیح الله مجاهد د مطبوعاتو د ورځې په مناسبت نن په یو لړ تویټونو کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د رسنیو تر شا ولاړ دی او ملاتړ یې کوي.
نوموړي د دغې ورځې د مبارکۍ تر څنګ څرګنده کړې؛ د افغانستان رسنۍ د قوانینو په دننه کې آزاد فعالیت او نشرات لري.
ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړې: هغه رسنۍ، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې فعالیت دریدلی عامل یې اسلامي امارت نه، بلکې د تمویل له لاسه ورکول دي، چې د بهرنیو ځواکونو او سفارتونو لخوا د خپلو موخو لپاره تمویلیدې.
هغه دغو رسنیو ته هم ډاډ څرګند کړی، چې د مالي ستونزو په حل کولو کې به ورسره تر وسه وسه همکاري وشي.
مجاهد ټینګار کړی، چې اوسمهال مونږ په خپلو زندانونو کې هیڅ کوم بندي خبریال نلرو. که کوم خبریال د پوهاوي او وضاحت لپاره ځینو اداروته رابلل کیږي؛ نو دا د شکنجې او زنداني کیدو په معنا نده.
هغه زیاته وي؛ پدې اړه د ځینو خواوو اندېښنه پرځای نده او مونږ له خبریالانو خپل ملاتړ روان ساتو.