سوداگري

افغانستان د تاتارستان او ايران له خصوصي سکتورونو سره پر ګډه پانګونه خبرې وکړې – عزيزي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱, ۱۴۰۱)

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وزیر نورالدین عزیزي نن پنجشنبه د مرغومي پر لومړۍ نېټه په کابل کې د تاتارستان جمهوریت او ایران د خصوصي سکتور له استازیو سره د ګډې پانګونې په اړه وکتل.

په دې کتنه کې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست او د اوبو او برښنا وزارت استازیو له تاتاري او ایراني پانګوالو سره د کی آر ګروپ د ګډې پانګونې په اړه خبرې وکړې.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د اوبو، برښنا، کانونو او پټرولیم وزارتونو استازیو د هغو پروژو په اړه، چې پانګونې ته چمتو دي او دغه راز د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ډبرو سکرو د استخراج د ځایونو په اړه معلومات ورکړل.

په دې کتنه کې د تاتارستان د چارواکو او د ايراني پانګوالو ترمنځ د مخامخ ناستې د وخت او ځاى او د     KR  ګروپ د مسوولينو ترمنځ د هوکړه ليک د لاسليک په اړه پرېکړه وشوه.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ډاډ څرګند کړ، چې د اوبو او برښنا، کانونو او پترولیم وزارتونو لخوا چمتو شوې طرحه او معلومات به له دواړو خواوو سره شریک کړي.

د یادولو وړ ده، چې د تاتارستان او ایران پانګوال به په افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه د برښنا په تولیدولو کې پانګونه وکړي.

Trending

Exit mobile version