تازه خبرونه

افغانستان د عالمانو په واک کې دی او پر هېوادنیو لومړیتوبونو ښه پوهېږي – حقاني

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۱۲, ۱۴۰۲

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د اسلامي نړۍ د عالمانو د ټولنې له پلاوي سره په کتنه کې ویلي، چې افغانستان د عالمانو په واک کې دی او دوی د هېواد پر ګټو او لومړیتوبونو ښه پوهیږي.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د اسلامي نړۍ څخه د راغلي لوړپوړي پلاوي سره د لیدنې پر مهال له اسلامي نړۍ سره پر اړیکو د ټینګار ډاډ څرګند کړ او د دوی سفر یې له اسلامي نړۍ سره د نښلېدا ښه وسیله یاده کړه.

د دغه وزارت په څرګندونو کې راغلي؛ په دې ناسته کې سراج الدین حقاني د فلسطين شهیدانو ته له دعاګانو کولو وروسته څرګنده کړه: مونږ د فلسطین د مسلمانانو درد احساسوو او د یهودي اشغالګرو د بې عدالتیو له کبله ځوریږو.

د سراج الدین حقاني په خبره؛ افغانانو د الله تعالی پر توکل او د مجاهدینو د بې شمېره سرښندنو په پايله کې خپلواکي ترلاسه کړه.

نوموړي هیله وښوده، چې د فلسطینیانو د مقاومت په نتیجه کې به د فلسطین خاوره د اشغالګرو له منګولو آزاده شي.

هغه زیاته کړې، چې د فلسطین له خلکو سره مرسته به د ټولو افغانانو لپاره ویاړ وي.

سراج الدین حقاني ویلي؛ له يرغلګرو سره د افغانانو مبارزې په ډاګه کړه، چې جنګ، جګړې په یووالي او د الله تعالی پر مرسته ګټل کېدی شي. افغانانو ثابته کړه، چې بریدګر هر څومره ځواکمن او مجهز وي، د ايمان پر وړاندې کمزوری او ناکام دی.

حقاني دا ډاډ هم څرګند کړ، چې د افغانستان واګې د عالمانو په لاس کې دي او عالمان د هېواد ګټې او لومړيتوبونه درک کولی شي.

دغه راز نوموړی وایي؛ په تېرو دوه کلونو کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه او د روږدو کسانو درملنه په ښه توګه ترسره شوې، امنيت ډاډمن دی، اقتصادي ثبات او پرمختګ د هرې ورځې پر تېرېدو وده کوي او د هېواد د بيارغاونې بهیر هم چټک روان دی.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د ياد پلاوي پر استازيتوب داکتر علي قره داغي په افغانستان کې د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره د افغانانو مبارزه د نړۍ مسلمانانو ته مشعل او د اسلامي نړۍ تاريخي بريا یاده کړه.

دغه راز قره داغي د فلسطین ستونزه د اسلامي امت ګډ درد ياد کړاو له افغانستان سره یې د قطر د مرستو پر دوام ټینګار څرګند کړ.

د فلسطین د عالمانو ټولنې مشر شیخ داکتر نواف تکروري څرګنده کړې؛ د نړۍ مظلوم ملتونه د افغانانو له شل کلنې مبارزې او اتلولۍ الهام اخلياو د ظالمانو پر وړاندې د فلسطین د خلکو او مجاهدینو مبارزه به روانه وي؛ خو د نړۍ ټول مسلمانان مسوولیت لري، چې د مظلومو مسلمانانو ملاتړ وکړي.

د دغې ناستې په پای کې سراج الدین حقاني د قطر له دولت څخه د هرات ولایت له زلزله ځپلیو سره د مرستو او د اسلامي نړۍ د عالمانو ټولنې د دغه پلاوي له ښو مشورو مننه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د اسلامي نړۍ د عالمانو ټولنې له راغلي پلاوي سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان د لومړي ځل لپاره په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ په حال کې دی او اوس د تېلو د تولیدوونکیو هېوادونو په نوملړ کې راغلی دی.

Trending

Exit mobile version