تازه خبرونه

افغانستان د فلسطینیانو له مشروع مبارزې ملاتړ کوي – متقي

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي( سرپرست) امیر خان متقي نن (پنجشنبه) په دوحه کې د حماس د مشرتابه شورا له مشر محمد اسماعیل دروېش او د غورځنګ له نورو مشرانو سره په کتنه کې ویلي، چې “افغانستان د ورور فلسطیني ملت له مشروع مبارزې ملاتړ او د هغوی د بریا لپاره دعا کوي.”

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د حماس غورځنګ د مبارزې او استقامت ستاینه وشوه او د اسرائیلو لخوا د فلسطینیانو نسل وژنه او په غزه کې د ډله‌ییزې لوږې په بڼه “غیر انساني” چلند وغندل شو.

Trending

Exit mobile version