تازه خبرونه

افغانستان د ملکي وګړیو د وژنې له کبله د نړۍ ترټولو خونړی ځای دی

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۹, ۱۳۹۹)

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د دوشنبې پر ورځ یو ځل بیا په ډاګه کړه، چې افغانستان د نړۍ په کچه د ملکي وګړیو د وژنې له کبله ترټولو خونړی ځای دی.

دغې کمېټې په یوه ټویټ کې څرګنده کړې: افغانستان د ملکي وګړیو د وژنې له کبله د نړۍ یو ترټولو خونړی ځای دی.

کمېټې ویلي، چې د هېواد ۵۰ سلنه وګړي، چې ۱۷ میلیون کسان کیږي؛ په جګړه ځپلیو سیمو کې ژوند کوي.

د کمېټې په دې اړه نور جزئیات ندي ورکړي؛ خو د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه خپره شوې اعلامیه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان حکومت او طالبان دې د ملکي وګړیو ملاتړ، امنیت، ژغورنې، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو غوښتنو او پوښتنو ته پام راواړوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې د خبریالانو موخه ییزې  وژنې د هېواد پر رسنیو منفي اغېزه کړی او د ولایتونو ډېري ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښې دي.

تېره میاشت هم د سره صلیب نړیوالې کمېټه ویلي وه؛ افغانستان د ملکیانو لپاره ترټولو وژونکی هېواد دی، چې د میرمنو او ماشومانو د مړینې نیمایي برخه جوړوي.

د آی سي آرسي عمومي مشر رابرټ مردیني، چې تېره میاشت یې افغانستان ته سفر کړی و ویلي؛ په دې وروستیو میاشتو کې د جنوبي سیمو د افغانانو بشري وضعیت نور هم خراب شوی او په سلګونه ملکي وګړي ټپیان شوي، چې د کندهار، هلمند، غزني  ولایتونو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

هغه د خپل سفر په بهیر کې د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ له طالب چارواکو سره هم ولیدل.

هغه د افغانستان د شخړې له دواړو لوریو وغوښتل، چې د ملکي خلکو ته له زیان اړولو ډډه وکړي او د خوندي ساتلو لپاره یې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

دغه راز د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي(سیګار) په خپل راپور کې د پرېکنده  ملاتړ ماموریت د څرګندونو له مخې ویلي، چې د ۲۰۲۰ کال د جولای له لومړۍ څخه تر د سپټمبر تر ۳۰  ۸۷۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۸۵ نور ټپیان دي، چې ۴۳ سلنه ډېروالی ښیي.

راپور په ډاګه کړې، چې که څه هم ځاني زیانونه د هر کال په درې میاشتو کې خورا لوړ وي؛ خو د تېرو درې هغو د يادونې وړ؛ ځکه دي، چې دا د سولې په روان بهیر کې د ښکېلو لوريو د تاوتریخوالي د کمي له ژمنو سره رامنځته شوي دي.

Trending

Exit mobile version