تازه خبرونه
افغانستان د پاکستانيو توکو یو مهم بازار دی
احمد شکیب د دوه اړخیزې سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ او وایي: “افغانستان له هغو نوښتونو څخه ملاتړ ته چمتو دی، چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لامل شي.”
په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان له پخواني فډرالي وزیر محمد علي دراني سره په یوه لیدنه کې ویلي، چې افغانستان د پاکستانيو توکو لپاره یو مهم بازار دی؛ کابل له اسلامآباد سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره له هر راز نوښت هرکلی کوي.
دا لیدنه، چې پرون په اسلامآباد کې ترسره شوې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو راوڅرخېده.
احمد شکیب د دوه اړخیزې سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ او وایي: “افغانستان له هغو نوښتونو څخه ملاتړ ته چمتو دی، چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لامل شي.”
محمد علي دراني په دې لیدنه کې د پاکستان د خلکو صادقانه پیغامونه د افغانستان مشرتابه او ملت ته هم ورسول او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې د سفیر احمد شکیب له هڅو ستاینه وکړه.
هغه ویلي: “د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوستانه اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره ارزښتمنې دي، بلکې د سیمهییز ثبات لپاره هم اړینې دي.”
نوموړي زیاته کړې: “سوداګري له سولې سره مرسته کوي او د خلکو ترمنځ تعامل پراخول کولی شي متقابل باور پیاوړی کړي.”
دواړو خواوو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپلې ژمنې بیا تائید کړې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو، سوداګرۍ خونو او سوداګریزو ټولنو ترمنځ یې د تعامل د زیاتولو پر نوښتونو بحث او خبرې وکړې.
شکیب د دراني له رغنده وړاندیزونو هرکلی وکړ او د پاکستانيو تولیدي توکو لپاره یې د یو مهم بازار په توګه د افغانستان پر رول ټینګار تکرار کړ.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله افغانستان ته سفر کوي
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا سفر به د پلان له بشپړېدا وروسته رسمي اعلان شي.
ملګرو ملتونو تائید کړې؛ د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د سازمان د عمومي منشي مرستیال رزماري ډیکارلو پلان لري، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې کابل ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا سفر به د پلان له بشپړېدا وروسته رسمي اعلان شي.
دوجاریک ویلي، چې دا سفر د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټرش لهخوا د ۲۰۲۳ کال په می میاشت کې د پیل شوي دوحې د بهیر تعقیب لپاره دی. هغه ټینګار وکړ، چې ښکېلتیا باید اصولي او عملي وي، چې د افغانانو د ګټو او هوساینې راوڅرخیږي.
د ډیکارلو د سفر پلان په پیل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لهخوا د سېشنبې پر ورځ له امیر خان متقي سره د یوناما د چارواکو له لیدنې وروسته اعلان شو.
تازه خبرونه
جاپان په افغانستان کې له روغتیایي برخې سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د څرګندونو له مخې؛ دا پیسې به په پېنځه ولایتونو کې ۲۱۰ زره خلکو ته د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره وکارول شي، چې په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو تمرکز کوي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په افغانستان کې د طبیعي پېښو قربانیانو لپاره د رواني او ټولنیزې روغتیا د ملاتړ پراخولو لپاره د جاپان ۳ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د څرګندونو له مخې؛ دا پیسې به په پېنځه ولایتونو کې ۲۱۰ زره خلکو ته د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره وکارول شي، چې په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو تمرکز کوي.
دې بنسټ زیاته کړې؛ دا ډول مرستې په هغو سیمو کې روغتیایي پاملرنې او رواني ټولنیز ملاتړ ته د لاسرسي ښه کولو لپاره مهمې دي، چې خدمات محدود وي او د زیان منونکو خلکو ترمنځ د هوساینې په پیاوړتیا کې به مرسته وکړي.
تازه خبرونه
نږدې یو میلیون غیرقانوني افغانان خپل هېواد ته ستانه شول – ټریبیون ورځپاڼه
د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي؛ په راستنېدونکو کې ۲۳۰ زره ۴۷۰ کسان د ثبت، ۷۱ زره ۵۷۰ یې د افغانستان د تابعیت کارتونو لرونکي او ۶۸۶ زره ۷۷۲ نورو قانوني اسناد نلرل.
د پاکستان ټریبیون ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا له لارې د غیرقانوني افغان وګړو د بېرته ستنولو بهیر روان دی او تر اوسه پورې ۹۸۸ زره ۸۱۲ کسان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي؛ په راستنېدونکو کې ۲۳۰ زره ۴۷۰ کسان د ثبت، ۷۱ زره ۵۷۰ یې د افغانستان د تابعیت کارتونو لرونکي او ۶۸۶ زره ۷۷۲ نورو قانوني اسناد نلرل.
یوازې پرون ۲ زره ۳۱۲ افغانان د تورخم له لارې ستانه شول، چې په کې ۱۵۲۲ د ثبت کارت لرونکي، ۲۷۷ د تابعیت کارت لرونکي او ۵۱۳ اسناد نهلرونکي کسان ول.
دا بېرته ستنېدا د پاکستانيو چارواکو پر ټینګار روانه ده؛ ځکه، چې موخه یې د غیرقانوني کډوالۍ اداره کول دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو ویلي؛ له کډوالو سره باید انساني او اصولي چلند وشي.
-
تازه خبرونه1 day agoافغان او انډونیزیایي استازیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
روغتيا1 day agoد روغتیا وزارت مرستیال له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoد خیبر پښتونخوا والي پخپل وزیر اعلی نیوکه وکړه
-
سوداگري1 day agoپه افغانستان کې د مسلکي کارګرو لپاره د وړتیاوو د تثبیت بهیر پیل شو
-
نړۍ1 day agoاسرائیلو او څو عربي هېوادونو پر ایران د برید نهکولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري3 days agoپه کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
-
تازه خبرونه2 days agoعبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوي رییس شو
-
تازه خبرونه1 day agoروسیه او امریکا اوسمهال د افغانستان په اړه هیڅ اړیکه نلري- کابلوف
