لوبی

افغانستان سریلانکا ته ماتې ورکړه او په نیمه پایلوبه کې به له پاکستان سره مخ شي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۲, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ د چین د هانګجو ښار د ۲۰۲۳ اسیایي سیالیو په کوارتر فاینل کې سریلانکا ته پر اته منډو ماتې ورکړه.

د پچې له ګټلو وروسته سریلانکا افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه او افغانستان په ۱۸.۳ اورونو کې ۱۱۶ منډې جوړې کړې. نورعلي ځدراڼ ۵۱، شاهدالله ۲۳ او محمد شهزاد ۲۰ منډې وکړې.

د سریلانکا له لوري نوتون توشارا څلور ویکتې واخیستې.

د سریلانکا لوبډلې په ۱۹.۱ اورونو کې ۱۰۸ منډې جوړې کړې او ورکړ شوي هدف ته په رسیدو کې پاتې راغله. ګلبدین نایب او قیس احمد درې درې ویکتې واخیستې.

له دې بریا سره افغانستان د اسیا جام د نرینه وو د کرکت سیالیو نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه او د جمعې پر ورځ به له پاکستان سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version