سوداگري
افغانستان له روسیې سره صادراتي او وارداتي اړیکو ته لیوالتیا ښکاره کړه

د بزنس سټنډرډ د څرګندونو له مخې؛ په داسې حال کې، چې د روسیې د انرژۍ لوی شرکتونه لکه ګازپروم د لویدیځ تر بندیزونو لاندې دي، په مسکو کې د اسلامي امارت نومول شوي استازي جمال ناصر غروال له روسیې سره د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراخولو لپاره د افغانستان پر هوډ ټینګار کړی دی.
جمال ناصر غروال د روسيې دولتي خبري آژانس تاس ته ويلي: مونږ د سوداګرۍ او مالي چارو په برخه کې خبرې اترې کوو. مونږ له روسیې سره د اقتصادي همکاریو او اړیکو پراختیا غواړو او له روسیې څخه د تېلو اخیستلو ته لیواله یوو.
نوموړي زیاته کړې؛ دا مهال د روسیې او افغانستان د سوداګرۍ وزارتونو له لارې خبرې اترې روانې دي؛ ځکه کابل هوډ لري، چې ډېر ژر ځانګړي تړونونه لاسلیک کړي.
په مسکو کې د افغانستان د سفارت چارسمبالي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت حکومت د زیربناوو، ودانیو، سړکونو او نورو اړینو تاسیساتو په جوړولو کې پر روسیې تکیه کوي؛ ځکه روسیې په تېر کې له افغانستان سره په دې اړه ډاډمنې مرستې کړې دي.
هغه څرګندوي: مونږ له مسکو سره د خبرو اترو له پرمختګ سره علاقه لرو او په دې اړه غواړو په راتلونکي کې خبرې اترې ولرو.
د راپور په پای کې جمال ناصر غروال د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نللیکې د پروژې د کار دوام تائید کړ، چې پر مټ به یې سویلي آسیا هېوادونو له مرکزي آسیا له هېوادونو سره ونښلوي.
سوداگري
په کابل کې د ۲۵ میلیون دالرو پر پانګونه د سیرومو کارخونه پرانیستل شوه

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په کابل کې د ۲۵ میلیون دالرو پر پانګونه د سیرومو تولیدي کارخونه پرانیستله.
د تيجيال درمل جوړولو کارخونه، چې د چرخيپله په صنعتي پارک کې جوړه شوې؛ په هرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۱۰ زره بېلابېلو طبي سیرومو د تولید وړتیا لري. دغې کارخونې څه دپاسه ۱۰۰۰ کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دغې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي: خصوصي سکتور د هېواد په ابادۍ کې ډېر مهم رول لوبولی او ځوانانو ته کاري زمینه برابروي.
هغه له خلکو وغوښتل، چې د هېواد د صنعت د ودې لپاره د هېواد له تولیداتو ګټه واخلي.
په دې مراسمو کې صنعتکارانو هم له سوداګرۍ وزارت څخه وغوښتل، چې صنعتکارانو ته د ځمکو د وېش، په صنعتي پارکونو کې د برښنا د پرچاوۍ د له منځه وړلو او د هغو توکو د تعرفې د لوړولو په برخه کې پوره پاملرنه وکړي، چې افغانستان پر ځانبسیاینې ته راکاږي.
سوداگري
سپین زر دولتي شرکت ۱۵۰ ټنه وچ روميان اروپا ته صادر کړل

چارواکو د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې په کندوز کې سپن زر دولتي شرکت ۱۵۰ ټنه وچ رومیان اروپايي هېوادونو ته صادر کړل.
د یاد شرکت رییس عبدالحمید اخوندزاده په هغه خبرپاڼه کې، چې مالیې وزارت خپره کړې څرګندوي؛ دا د اسلامي امارت لویه لاسته راوړنه ده، چې د افغانستان د سابو اړوند توکي اروپايي هېوادونو ته صادروي.
د یادونې ده، چې سپین زر دولتي شرکت خپلې چارې له ۲۱ کلن ځنډ وروسته د اسلامي امارت له بیا راتګ سره بېرته فعال شو او اوسمهال مالوچ، غوړي، کنجاړه او کاغذي دسمالونه تولید او بازار ته وړاندې کوي.
سوداگري
د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه

د سې شنبې پر ورځ ( د تلې ۴ ) د سوداګرۍ او صنعت وزارت په همکارۍ په هېواد کې د پانګونې د بهیر د ګړندي کولو لپاره د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور ترمنځ دوه اړخیزه ناسته جوړه شوه.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت مطبوعاتي دفتر څرګنده کړې؛ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو پر ناالکولي مشروباتو، کریمه ډبرو او منرالونو، کیمیاوي سرې، موټر بیتریو، رخت او نساجۍ، نفتي توکو، اوړو او غنمو، ګرځندوي، رستورانت چلولو او خوراکي توکو بحث او خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د قزاقستان سوداګرو او پانګوالو د افغانانو له میلمهپالنې مننه وکړه او افغانستان یې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره خوندي ځای او مناسب چاپېریال وباله.
همدارنګه د قزاقستان د خصوصي سکتور پر استازیتوب ارمان یاسین تایوف په کابل، بلخ او کندهار ولایتونو کې د نندارتونونو د جوړولو له هڅو خبر ورکړ او وایي، چې په نږدې راتلونکي کې به په قزاقستان کې د افغانستان د تولیدي صنایعو او دغه راز په قزاقستان کې د افغانستان د تولیداتو نندارتونونه جوړ کړي.
له بلې خوا ارمان یاسین تایوف ويلي، چې افغانستان ته د خپل سفر په بهیر کې به د کابل له سوداګرو او پانګوالو پر لیدنې سربېره به د هرات، بلخ او کندهار ولایتونو له پانګوالو سره هم وګوري.
-
روغتيا2 days ago
تېر کال په افغانستان کې دوه زره کسان د زړه د ناروغۍ له کبله مړه شوي
-
لوبی1 day ago
اجی جدیجا د نړیوال جام لپاره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي په توګه وټاکل شو
-
روغتيا23 hours ago
د ۲۰۲۳ کال د نوبل روغتیايي جایزه د کرونا ویروس د دوه واکسین جوړوونکیو پر برخه شوه
-
تحول5 days ago
تحول: له روزا اتونبایوا سره د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي لیدنه
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
پاکستان د مستونګ په خونړۍ چاودنه کې هندي استخبارات تورن کړل
-
څار5 days ago
څار: د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت ارزونه
-
لوبی4 days ago
د افغانستان او سویلي افریقا تمریناتي لوبه د سخت باران له کبله ونهشوه
-
تازه خبرونه2 days ago
په هند کې د افغانستان سفارت رسماً خپل فعالیتونه وځنډول