لوبی
افغانستان له زیمبابوې څخه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله
په دې لوبه کې کرکټ ملي لوبډلې کوربه لوبډلې ته په ۳۰.۱ اورونو کې پر ۱۲۷ منډو وسوځول.
Last Updated on: مرغومی ۲, ۱۴۰۳
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د لړۍ په درېیمه او وروستۍ لوبه کې زمبابوې ته د ۸ ویکټو پر ماتې ورکړه او دغه لړۍ یې وګټله.
په دې لوبه کې کرکټ ملي لوبډلې کوربه لوبډلې ته په ۳۰.۱ اورونو کې پر ۱۲۷ منډو وسوځول.
په دې جالبه لوبه کې یوازې الله محمد غضنفر ۵ ویکټې واخیستې. راشد خان درې، عظمت الله عمرزي او فرید احمد یوه – یوه ویکټه واخیسته.
د دې لړۍ لومړۍ لوبه د باران له کبله لغو شوه.
دوهیمه لوبه هم د ۲۳۲ منډو پر توپیر د افغانستان پر ګټه پای ته ورسېده.
له دې سیالیو مخکې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه د نړیوالو شل اوریزو سیالیو لړۍ ګټلې وه.