تازه خبرونه
افغانستان له مرکزي او جنوبي آسیا سره همکارۍ ته لېواله دی – عبدالمنان عمري
عبدالمنان عمري زیاته کړې؛ مرکزي آسیا او د فډراټیف روسیې له ټولو هېوادونو او ټولنو څخه غواړو، چې له شته فرصتونو او امکاناتو ګټه واخلي او اسلامي امارت ته د همکارۍ لاس ورکړي، بالمقابل د افغانستان اسلامي امارت هم په اړوند برخو کې همکاریو ته چمتو دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارسمبالي عبدالمنان عمري د فډراتیف روسیې د داغستان جمهوریت د اقتصادي پوټانشیل او پرمختګ ویکټور په فورم کې د آنلاین ګډون پر مهال ویلي؛ اوسمهال په افغانستان کې له مرکزي او جنوبي آسیا سره تر بل هر وخت د سیمهییزې همکارۍ لپاره زمینه برابره او د هر ډول اقتصادي بالقوه او بالفعله پوټانشیل لپاره لار اواره ده.
د کاراو ټولنیزو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت چارسمبالي عبدالمنان عمري ویلي: خوښ یم، چې د داغستان جمهوریت د اقتصادي پلان د سلمې کلیزې لپاره جوړې شوې غونډې ته په داسې حال کې وینا کوم، چې زمونږ په خپل هېواد کې د سیمهییز اتصال او د انرژۍ انتقال سترې پروژې پرانیزو، چې ورسره به په افغانستان کې ګن شمېر هېوادونو ته د پانګونې او هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او دا هغه موضوعات دي، چې د دې اقتصادي فورم بنسټیزه موخه ګڼل کیږي.
عبدالمنان عمري زیاته کړې؛ مرکزي آسیا او د فډراټیف روسیې له ټولو هېوادونو او ټولنو څخه غواړو، چې له شته فرصتونو او امکاناتو ګټه واخلي او اسلامي امارت ته د همکارۍ لاس ورکړي، بالمقابل د افغانستان اسلامي امارت هم په اړوند برخو کې همکاریو ته چمتو دی.
ویل کیږي، چې د داغستان جمهوریت د اقتصادي پوټانشیل او پرمختګ ویکټور فورم د یاد جهموریت د اقتصادي پلان د سلمې کلیزې په مناسبت جوړ شوی و، چې په کې د فډراټیف روسیې، د ایران اسلامي جهموریت، سعودي عربستان، بیلاروس او متحده عربي اماراتو استازو هم ګډون درلود.