تازه خبرونه
افغانستان له وچکالۍ او د جګړو له کبله له بشري ناورین سره مخ دی
د ملګرو ملتونو او افغان حکومت د اټکلونو له مخې، په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې له ۱۸ میلیون ډېر کسان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
دغه ارزونه ښیي؛ ډېري هغه ماشومان، چې عمرونه يې له ۵ کلونو لږ دي د خوار ځواکۍ او دارنګه د نفوس درېیمه برخه د خوراکي توکو د کمښت له خطر سره مخ ده.
د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو ټولنې په ګډه دلته د افغانستان لپاره د مرستو راټولولو لړۍ پيل کړې ده.
د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو ټولنې د ارزونې له مخې، له ۱۸ میلیون ډېر افغانان بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د استازي مرستیال رامز الاکبروف ویلي: د افغانستان د نفوس درېیمه برخه له بېړني حالت او دارنګه د خوراکي توکو د کمښت له ناورین سره مخ ده. د جګړو شدت او ناامني سبب شوې، چې بشردوستانه مرستو ته د خلکو اړتیا ډېره شي.
حکومت خبرداری ورکوي، چې افغانستان له سختې وچکالۍ او دارنګه د جګړو له امله له بشري ناورین سره مخ دی .
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده وایي، چې د حکومت او بهرنیو مرستندویه ادارو مرستې هم ستونزه نه حلوي.
حکومت په تمه دی، چې نور هېوادونه په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو ټولنې وړاندویېنه ښيي، چې افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې ۱.۳ میلیارد ډالرو په اندازه بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له دې برخې یوازې ۲۶ سلنه یې تامین شوې ده.
په هېواد کې د جګړو او وچکالۍ له زیاتوالي سره افغانستان د بشري ناورن څنډې ته نږدې شوی او دې وضعیت خلک هم سخت وېرولي دي.
