لوبی
افغانستان له پاکستان سره په ۲۰ آووریزو لوبو کې له تاریخي بریا برخمن شو
د يادې سيالي پچه پاکستان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او وتوانېدله، چې د ۶ لوبغاړیو پر سوځېدو خپلې سيالې افغان لوبډلې ته ۱۳۱ منډې هدف جوړ کړي.
د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي ۲, راشد خان درې، نوين الحق او کريم جنت یوه ـ یوه ويکته ترلاسه کړه.
دغه راز افغان لوبډلې د رحمن الله ګربز پر ۴۴ منډو وکولی شول، چې په وروستي آوور کې ياد هدف ته ځان ورسوي او دغه ستره بريا ترلاسه او افغانستان د یادې لوبې ګټونکی شي.
د یادې لوبې غوره لوبغاړی فضل الحق فاروقي ونومول شو، چې په څلور آوورونو کې یې ۱۹ منډې جوړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.
د افغانستان د کرېکت په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې پاکستان ته یې په یوه نړیواله لړۍ کې ماتې ورکړه.
بايد يادونه وشي، چې دغه لوبې د افغانستان پر کوربتوب، د اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي، چې په پيل کې افغان لوبډلې د یادو سیالیو لومړۍ او دويمه لوبه وګټله او د دوشنبې پر ورځ به وروستۍ لوبه ترسره شي.