تازه خبرونه

افغانستان نورو هېوادونو ته د انرژۍ د صادرولو له وړتیا برخمن هېوا د دی- مولوي عبدالکبیر

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه وغوښتل، چې د افغانستان پر اوبو او برښنایي سرچینو پانګونه وکړي.

Published

on

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وايي، افغانستان د برښنا د صادروونکي هېواد له وتیا برخمن دی؛ خو دا کار ندی شوی او د یو وارداتي هېواد په توګه پاتې دی.

مولوي عبدالکبير دغه څرګندونې نن (دوشنبه د تلې نهمه) د افغانستان د برښنايي انرژۍ د پانګونې د فرصتونو په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه وغوښتل، چې د افغانستان پر اوبو او برښنایي سرچینو پانګونه وکړي.

په دې کنفرانس کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ويلي، چې افغانستان د انرژۍ د تولید او له کورنیو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید او صادرولو لوړ ظرفیت لري؛ خو په تېرو لسيزو کې  په قصدي ډول د انرژۍ د واردونکي هېواد په توګه ساتل شوى دى.

مولوي عبدالکبیر وایي: اسلامي امارت له کورنیو منابعو څخه د انرژۍ تولید ته لومړیتوب ورکوي او له دې سرچینو څخه پر ګټه پورته کولو افغانستان کولی شي د انرژۍ پر صادروونکي هېواد بدل شي. مونږ له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غواړو، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د برښنا شرکت مسوولانو هم ویلي، چې په هېواد کې د ۵ میلیارډ ډالرو پر وړتیا د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې د پروژو دعملي کولو ظرفیت شتون لري.

عبدالباري عمر له دولتي ادارو او خلکو څخه د برښنا د لګښت د پورونو د ورکړې غوښتنه وکړه او وایي، چې له دې سره به وکولی شي خپل تخنیکي سیسټمونه لوړ او د ضایعاتو مخنیوي وکړي.

کلیپ… عبدالباری عمر وایي: د افغانستان برښنا شرکت له ګڼو ستونزو سره مخ دی؛ خو بیا هم د خدمتونو د ښه کولو لپاره هڅه کوي راپاتې زاړه سیسټمونه او تخنیکي ټیټې وړتیاوې له کورنیو سرچینو او وارېدوونکې برښنا پوره او شته ستونزې تر یوه بریده اوارې کړو.

دغه راز د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د برښنا نشتوالی یو ستونزو ګڼي او وایي، چې د دې ستونزې له کبله ډېري صنعتکاران ځوریږي.

نورالدین عزیزي وایي: د هېواد صنعت او خصوصي سکټور له برښڼا سره تړلی مونږ به په راتلونکي کې ۸۰۰ صنعتکارانو ته ځمکه ورکړو، چې دوی ټول برښڼا ته اړتیا لري. باید پدې سکټور تمرکز زیات شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه ویلي: زمونږ له کورنیو او بهرنیو رسنیو او پانګوالو څخه هیله داده، چې راشي او د هېواد د آبادۍ د خبرونو او فرصتونو په پیاوړتیا کې له خپل هېواد او ولس سره همکاري وکړي.

د برښنا نشتون بیا یوه داسې مسله ده، چې افغانان ورسره مخ دي؛ په کور دننه د برښنا د تولید لپاره ډېرې سرچینې شته؛ خو اوس هم  د افغانستان د خلکو میلیونونه ډالره پانګه د بهرنیو هېوادونو جبونو ته ځي.

Trending

Exit mobile version