تازه خبرونه
افغانستان نور د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ خبرو ته د زمینې برابرولو اراده نلري
د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اوربند او د دې اوربند د غخېدا لپاره له هڅو وروسته ټاکل شوې، چې د دواړو هېوادونو پلاوي تر دوه نورو ورځو په ترکیه کې بله غونډه وکړي او په دې غونډه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د هوکړې د وروستي کولو لپاره کار وشي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې ویلي؛ افغانستان نور د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ خبرو ته د زمینې برابرولو اراده نلري؛ ځکه چې دا ستونزه له افغانستان سره هیڅ تړاو نلري او اسلامآباد باید خپلې امنیتي ستونزې پخپله حل کړي.
د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اوربند او د دې اوربند د غخېدا لپاره له هڅو وروسته ټاکل شوې، چې د دواړو هېوادونو پلاوي تر دوه نورو ورځو په ترکیه کې بله غونډه وکړي او په دې غونډه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د هوکړې د وروستي کولو لپاره کار وشي.
ذبیح الله مجاهد وایي: ټاکل شوې، چې د افغانستان او پاکستان پلاوي د لړم پر درېیمه / د اوکټوبر پر پېنځهویشتمه په ترکیه کې د ناستې پر مهال د هوکړې د وروستي کولو لپاره خبرې وکړي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: افغانستان به د تحریک طالبان پاکستان او د هغوی له بریدونو ملاتړ ونکړي او دا ځل به کابل د خبرو اترو د آسانولو هڅه هم نهکوي؛ ځکه، چې غواړي پاکستان خپله امنیتي ستونزه پخپله حل کړي.
مجاهد ټینګار کړی، چې افغانستان له هند سره د اړیکو له پیاوړي کولو سره پاکستان ته زیان نهرسوي.
که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د بل هر هېواد پر پرتله ډېرې تړلې دي او پاکستان، افغانستان ته هغومره اړتیا لري؛ لکه څنګه، چې افغانستان پاکستان ته اړ دی.
د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې ښیي، چې د پاکستان په امنیتي ادارو کې یوه ځانګړې او پرېکړه کوونکې کړۍ شته، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اړیکو پیاوړي کولو ته اجازه نهورکوي. هرکله، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ اړیکې ښې کچې ته رسېدلي؛ دې کړۍ دا بهیر د پاکستان د ګټو لپاره نه، بلکې د نورو د ګټو لپاره له منځه وړی دی.
تازه خبرونه
په مسکو کې د افغانستان سفیر له افغان سوداګرو سره وکتل
د یاد سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: په دې کتنه کې، چې د سفارت یو شمېر ډیپلوماټانو هم ګډون درلود؛ د متقابل تفاهم، همغږۍ او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا سربېره د افغانستان او روسیې د اړوند سوداګریزو ستونزو په اړه هم خبرې شوې دي.
په روسیه کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې هېواد کې افغان سفیر ګل حسن حسن د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې شلمه ) په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر او ځانګړي استازي ګل حسن حسن له روسیې میشتو افغان سوداګرو سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د یاد سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: په دې کتنه کې، چې د سفارت یو شمېر ډیپلوماټانو هم ګډون درلود؛ د متقابل تفاهم، همغږۍ او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا سربېره د افغانستان او روسیې د اړوند سوداګریزو ستونزو په اړه هم خبرې شوې دي.
ګل حسن حسن افغان سوداګر په هېواد کې پانګونې ته وهڅول او دا یې د هغوی ملي دنده وبلله.
نوموړي افغان سوداګرو ته ډاډ څرګند کړ، چې سفارت د سوداګریزو چارو په برخه بشپړه همکاري کوي.
ویل کیږي، چې روسیې میشتو افغان سوداګرو هم په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې، اندېښنې او وړاندیزونه وړاندې کړل او د اسلامي امارت له اړوند ادارو یې د اغېزمن ملاتړ، همکارۍ او پاملرنې غوښتنه وکړه.
تازه خبرونه
د افغانستان او سیمې په سرحدونو کې د ترهګریزو فعالیتونو نښې لیدل کېږي-لاوروف
لاوروف په روسیه کې له بریکس ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د منځني ختیځ روانو اندېښنو ته په نغوته(اشاره) کې د آسیايي سیمو اړوند اندېښنې هم پر ګوته کړې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ويلي، چې د افغانستان په سرحدونو او د هند-پاکستان-افغانستان په منځنیو سیمو کې اوس هم ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږي.
لاوروف په روسیه کې له بریکس ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د منځني ختیځ روانو اندېښنو ته په نغوته(اشاره) کې د آسیايي سیمو اړوند اندېښنې هم پر ګوته کړې دي.
هغه د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې له هند سره د همکاریو د ترسره کولو لپاره د ترهګرۍ ضد نړیوال کنوانسیون پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
لاوروف ویلي؛ که څه هم د دې کنوانسیون مسوده مخکې چمتو شوې، خو تر اوسه یې د تصویب لپاره اجماع رامنځته شوې نده.
روسیې پر ځلونو د افغانستان له لوري د وسلوالو ګواښونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي؛ خو اسلامي امارت بیا دا اندېښنې رد کړي او څرګندوي، چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي.
تازه خبرونه
د افغانستان د سرحدونو وزیر د ایران بهرنیو چارو له حقوقي مرستیال سره خبرې وکړې
د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ په دې اړیکه کې دواړو خواوو د سرحدي همکاریو پر اړتیا او په ځانګړي توګه د سرحدي نښو پر نوي کولو ټینګار کړی دی.
د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر نورالله نوري د ایران بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو له مرستیال کاظم غریبآبادي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر سرحدي همکاریو خبرې کړې دي.
د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ په دې اړیکه کې دواړو خواوو د سرحدي همکاریو پر اړتیا او په ځانګړي توګه د سرحدي نښو پر نوي کولو ټینګار کړی دی.
دغه راز هوکړه وشوه، چې په دې اړه ګډې تخنیکي او حقوقي غونډې هم ترسره شي.
ویل کیږي، چې د دواړو خواوو د هوکړې له مخې به د ایران او افغانستان لوړپوړي سرحدي چارواکي راتلونکی کال په ایران کې یوه حقوقي ناسته ترسره کړي.
-
تازه خبرونه2 days agoد کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یوه پلاوي انډونیزیا ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoتاجکستان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې پر همکاریو ټینګار وکړ
-
لوبی2 days agoنیوزیلینډ افغانستان ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد ۲۰۲۵ ز.کال په وروستیو ۳ میاشتو کې ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي – یوناما
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد چین په شمال کې د چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان ټرافیکو نوي موټر ترلاسه کړل
-
تازه خبرونه2 days agoقرغیزستان او اروپايي اتحادیې د بنسټیزو آسانتیاوو او پانګونې پر لومړیتوبونو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه24 hours agoد اسلامي همکاریو ټولنې او آلمان استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
